Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اوتونبایوا: د افغانستان زلزله‌ځپلي به له نړۍوالو مرستو پرته سخت ژمی ولري

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۴): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) مشرې خبرداری ورکړی چې له نړۍوالو مرستو پرته به د دغه هېواد د ختیځ زلزله‌ځپلي راتلونکی ژمی په ډېر سخت حالت کې تېر کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د افغانستان په ختیځ کې د زلزله‌ځپلو سیمو د خلکو د زړورتیا د ستاینې ترڅنګ د مرستو په رسولو کې د ښځو پر حیاتي رول ټینګار کړی.

هغې د ژمي رارسېدو ته په کتو مرستندوی بنسټونه هڅولي څو له زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره لاس په کار شي.

سرچینې لیکلي: «ملګري ملتونه د زلزله‌ځپلو د ملاتړ لپاره د ۱۳۹ میلیون ډالرو غوښتنه کوي؛ له دې پرته به زیانمنې کورنۍ راروان ژمی سخت تېر کړي.»

د یادونې ده، شاوخوا دوه اونۍ مخکې په کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې د ريښتر په کچه ٦ درجې زلزله وشوه چې ډېره مرګ‌ژوبله او زیانونه یې په کونړ کې واړول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.