کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتو بشري حالت اغېزمن کړی او په روان کال کې دې ټولنې له افغانانو سره د مرستې لپاره نږدې ۱۸۸ میلیون یورو ځانګړي کړي دي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي جیل برتران دغه څرګندونې نن په کابل کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې کړې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې چې له برتران سره په کابل کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې او د بشري مرستو برخې مسوولینو هم برخه لرله، افغان راستنېدونکو ته د مرستو رسولو او وروستیو سیمهییزو مسايلو په هکله خبرې وشوې.
برتران ویلي چې اروپايي ټولنې د راستنېدونکو افغانانو لپاره روان کال نږدې ۵۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي چې د ملګرو ملتونو د ادارو او انجيوګانو له خوا به مصرف شي.
یاد وزارت لیکلي، نوموړي په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د کار د دوام یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې اروپایي هېوادونو د افغانانو اړتیاوو ته په پام سره خپلې مرستې ډېرې کړې دي.
ده دغه راز ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې بشري حالت اغېزمن کړی، راستنېدونکي یې له ستونزه سره مخ کړي او زیاتوي چې کابل او اسلاماباد دې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ویلي، اسلامي امارت پر ګڼو اقتصادي ستونزو سربېره توانېدلی چې د راستنېدونکو لړۍ په ښه ډول مدیریت کړي او زیاته یې کړه، روان کال اروپايي ټولنې په افغانستان کې لومړنیو اړتیاوو ته د لاسرسي په موخه ۱۳۸ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.
ښاغلي جېلس وایز څرګنده کړه چې کابل او اسلاماباد دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
مولوي عبدالکبیر هم ویلي، اسلامي امارت له اروپایي ټولنې او اروپايي هېوادونو سره د اړیکو پراختیا ته لېوال دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې اقلیمي بدلونونه او د کډوالو راتګ بشري مرستو ته د اړتیا سبب یاد کړل او څرګنده یې کړه چې نړۍ دې بشري مرستې نه سیاسي کوي.
مولوي عبدالکبیر دغه راز ویلي، اسلامي امارت له سیمې او نړۍ سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP