کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۴): یو شمېر کارګر ماشومان له حکومته د مرستې غوښتنه کوي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت، په سختو کارونو د ماشومانو ګومارل له قانون سرغړونه بولي او له نړۍوالو بنسټونو غواړي چې د ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
نن د جون ۱۲مه، د ماشومانو د کار مخنيوي نړۍواله ورځ ده. دغه ورځ د کار نړۍوال سازمان په ۲۰۰۲ زېږديز کال کې په دې نوم نومولې ده.
د ملي او نړۍوالو قوانینو له مخې، د ماشومانو هغه سخت کارونه چې د هغوی فکري ودې او بدني سلامتیا ته زیان رسوي او د زدهکړو مخه یې نیسي، منع کړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په هغو هېوادونو کې چې عواید یې کم دي، د کارګرو ماشومانو شمېر تر نورو ډېر دی.
افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې یو شمېر ماشومان په کې درانه کارونه کوي، خو کره شمېر یې نه ده معلومه.
کارګر ماشومان څه وایي؟
یوولس کلن احمدجاوېد د ميمنې ښار اوسېدونکی چې پر لاسي کراچۍ د مېوې اوبه پلوري وايي، کله چې د سهار لمونځ وکړي ښار ته راځي او د مېوې اوبه تر ماښامه پلوري.
دی وايي، «دا انرژي پلورم، سل، دوه سوه راته پاتې کېږي او کور ته یې وړم. خدای مهربانه ده همدومره کار کېږي.»
هغه زیاتوي: «زه غواړم چې دولت موږ ته یو څه راکړي، چې زه مکتب ووايم او غواړم په راتلونکې کې انجنیر شم، یا ډاکټر شم او ښوونکی شم؛ غواړم چې راتلونکې مې جوړه شي.»
یوولس کلنه عابده چې زړې جامې یې پر تن دي او د فاریاب په مرکز میمنه کې د خلکو بوټونه رنګوي، وايي: «له بدخشان څخه فاریاب ته راغلي یو، یو ورور او دوه خوندې یو، پلار مو ناروغ دی، مور مې د کور کارونه کوي، زه بوټان رنګوم، دېرش، څلوېښت افغانۍ کار کوم، کور ته یې وړم او ډوډۍ پرې اخلو.»
هغه وايي: «هیله لرم مکتب ووايم، ښوونکې شم، ډاکټره شم او یا یو څه شم او خلکو ته تعلیم ورکړم.»
د کابل ښار د تهیه مسکن اوسېدونکی لس کلن ابوبکر چې د کابل ښار د ترکارۍ او ميوې په مارکېټ کې پر خپله لاسي کراچۍ د خلکو مالونه لېږدوي وايي، له سهار تر یوې بجې کار کوي، له هغه وروسته مدرسې او ښوونځي ته ځی او زدهکړې کوي.
هغه زیاتوي، د لاسي کراچۍ کار یې ستړی کوي او د ورځې سل افغانۍ پيدا کوي.
ابوبکر وایي: «له اسلامي امارته غواړم چې پلار ته مې یو کار او دنده پيدا کړي او زه درس ووایم.»
نهه کلن محمدکاظم هم چې د کابل ښار د ترکارۍ او مېوې په مارکېټ کې پر خپله لاسي کراچۍ د خلکو مالونه لېږدوي، وايي، له سهاره تر لسو بجو کار کوي، بیا تر یوې بجې په ښوونځي کې وي او له هغه وروسته بیا تر ماښامه همدلته کار کوي.
دی - چې د ورځې کله سل او کله هم دوه سوه افغانۍ پيدا کوي – وايي: «د لاسي کراچۍ کار دروند دی، ستړی او خسته کوي مې.»
کاظم هم د ابوبکر په څېر له حکومت څخه غواړي چې پلار ته یې کار پیدا کړي څو دی زدهکړو ته وزګار شي.
د کندهار ښار اوسېدونکی څوارلس کلن شفیعالله وایي چې له پنځو کلونو راهیسي د اوبو ماشینونو او جنراتورونو په ورکشاپ کې د میاشتې د ۳۰۰ افغانۍ په بدل کې کار کوي څو کسب زده کړي.
د هغه په خبره، زدهکړې نه کوي؛ ځکه وخت ورته نه لري او داسې زمینه نه ده ورته برابره شوې چې هم کار وکړي او هم زده کړې.
دی وایي، پلار یې د موټرسایکلونو په ورکشاپ کې کار کوي خو د کور اړتیاوې نه شي پوره کولای.
هغه له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ماشومانو لپاره د کار یوه داسي طرحه جوړه کړي چې دوی هم کسب زده کړي او هم د کورنۍ لپاره یوڅه عاید ولري.
عادل: د کارګرو ماشومانو وضعیت د انديښنې وړ دی
د افغانستان د خواریکښو او مزدورانو د سراسري اتحادیې مشر محمدلیاقت عادل په هېواد کې د کارګرو ماشومانو وضعیت د جدي انديښنې وړ بولي.
هغه وایي: «هېواد کی بېروزګاري، د کافي مزد نشتون، د پوهاوي کموالی، د نړۍوالو مسوولینو نه توجه، د نړۍوالو مرستو په شفاف صورت سره نه مصرف، د کورنیو بد اقتصادي وضعیت، د کارګرو ماشومانو په زیادت کې رول لوبولی دی.»
ابراهيمي: په سختو کارونو د ماشومانو ګومارل قانوني سرغړونه ده
د کار او ټولنیز چارو وزارت ویاند سمېعالله ابراهيمي وایي، د دغه وزارت اړوند مفتشین له هغو سيمو لیدنه کوي چې هلته ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي.
د هغه په وینا، یاد متفتشین د ماشومانو د شاقه کارونو د مخنيوي لپاره «کارفرمایانو» ته اړینې لارښوونې کوي او که چېرته هغوی بیا بیا ماشومان په شاقه کارونو وګوماري، دا یوه قانوني سرغړونه بلل کېږي چې پر وړاندې یې مفتشین اقدام کوي.
دی زیاتوي: «د هغو ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په خاطر چې هغوی په شاقه کارونو بوخت او تر ډېره بېسرپرسته دي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې روزنتونونه فعال کړي چې تر لس زره د ډېرو یتیمانو او بېسرپرسته ماشومانو ساتنه او پالنه په کې کېږي.»
ابراهيمي وویل، په کابل او ۱۴ نورو ولایتونو کې د یتیمو او بېسرپرسته نجونو لپاره هم روزنتونونه فعال شوي چې ټول خدمات ورته د مېرمنو له خوا تر سره کېږي.
دی وایي چې دغو ماشومانو ته د زدهکړو، روغتیا، د اوسېدنې ځای، خوراک او څښاک امکانات د یاد وزارت له بودجې برابرېږي.
ده وویل: «طبيعي ده چې د دغو ټولو ماشومانو ستونزو ته رسېدنه په یو وخت او په دغو کمو امکاناتو باندې ناکافي وي، اړتیا ده چې په دې برخه کې هغه نړۍوال بنسټونه او موسسات چې په نړۍواله کچه باندې د ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې مسوولیت لري؛ دوی هم د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره په همغږۍ په دغه برخه کې خپل مسوولیت ته اوږه ورکړي او په دې برخه کې خپله همکاري او همغږي لازیاته کړي.»
هغه وایي چې یاد وزارت د هېواد په کچه د ماشومانو ستونزو ته د رسېدو مسوولیت لري او په تېرو نږدې څلورو کلونو کې یې د ۴۰زره ماشومانو قضیو ته رسېدنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP