فیروزکوه (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۵): غور کې یو شمېر هغه یتیم او بېوزلي ماشومان چې د یوه ځوان له لوري ورته د وړیا زدهکړو زمینه برابره شوې، وايي، په دغه کار سره نه یوازې دوی ته د زدهکړو لار اسانه شوې، بلکې د راتلونکې لپاره یې نوې هیلې راټوکېدلې دي.
د یادونې ده، په افغانستان کې د تېرو شاوخوا څلوېښتو کلونو جګړو او ناامنیو پراخې او ناوړه پایلې لرلې دي. د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د پراختیايي پروګرام د راپورونو له مخې، په وروستیو کلونو کې فقر او بېکاري په څرګنده توګه زیاته شوې او میلیونونه کسان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
همدارنګه، د یونیسف د راپور له مخې، په افغانستان کې ډېر ماشومان د فقر، بېسرپرستۍ او اقتصادي کړکېچونو له امله له زدهکړو پاتې شوي دي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر اعلان کړی چې په افغانستان کې میلیونونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او سلګونه زره کونډې او یتیم ماشومان په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
په غور کې یو یتیم ځوان د څو تعلیمي مرکزونو په جوړولو سره توانېدلی چې سلګونو یتیمانو، کارګرو او د بېوزلو کورنیو ماشومانو ته د وړیا زدهکړو زمینه برابره کړي. دغه اقدام د مسوولینو او کارپوهانو له لوري ستایل شوی او د دغو ماشومانو لپاره یې د راتلونکې په اړه نوې هیلې پیدا کړې دي.
د وړیا زدهکړو زمینې برابرېدو یتیم ماشومان هیلهمن کړي
عزتالله چې د غور د مرکز فیروزکوه په دولتي روزنتون کې ژوند کوي، پژواک ته وویل چې په دې وروستیو کې د یوه ځوان له خوا په یوه خصوصي ښوونځي کې شامل شوی او زدهکړې کوي.
هغه زیاته کړه: «اوس داسې احساسوم چې یوازې نه یم او یو څوک شته چې زما پروا لري، څو ښه زدهکړه وکړم او خپل راتلونکی جوړ کړم.»
عزتالله په هیلهمنو سترګو وایي چې اوس د پخوا په نسبت درسونو کې کوښښ کوي او غواړي له دغه فرصته په ښه توګه ګټه واخلي.
هغه زیاتوي، پخوا به یې د ژوند ستونزې او د راتلونکې اندېښنې ذهن بوخت ساته، خو اوس یې د یاد ځوان په ملاتړ دا باور پیدا کړی چې خپلو هیلو ته رسېدلی شي.
د هغه په خبره، دغه ملاتړ نه یوازې د زدهکړو لاره ورته هواره کړې، بلکې نوې روحیه یې پیدا کړې او پر ځان یې باور هم رامنځته شوی، څو د روښانه راتلونکي لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
هغه هیله څرګندوي چې یوه ورځ به د استاد سخا په څېر د یتیمو، کارګرو او بېوزلو کورنیو له ماشومانو سره مرسته وکړي، څو هغوی هیڅکله د پلار نشتوالی او د ژوند ستونزې احساس نه کړي او په ښه چاپېریال کې زدهکړه وکړي او خپل راتلونکي ته هیلهمن واوسي.
په یاد دارالایتام یا روزنتون کې یو بل ماشوم سیدجمال هم د ځان او نورو ماشومانو لپاره د وړیا زدهکړو پر برابرېدو خوښي څرګندوي او وایي چې دغه فرصت د دوی لپاره ډېر مهم او برخلیکټاکونکی دی.
هغه وویل: «پخوا مې فکر کاوه چې ښايي ښه خصوصي ښوونځي ته لاړ نه شم، خو اوس هیلهمن شوی یم چې زدهکړې وکړم او خپلو هیلو ته ورسېږم.»
د هغه په خبره، د دغه ځوان ملاتړ لامل شوی چې په لوړه انګېزه او هیلې سره خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي او باور پیدا کړي چې کولای شي خپل راتلونکی بدل کړي.
هغه له هغو ټولو ځوانانو چې د یتیمو او اړمنو ماشومانو د ملاتړ توان لري، غواړي څو لاسنیوی یې وکړي او د استاد سخا په څېر د هغوی د راتلونکي لپاره کار وکړي.
سخا: له یتیمو ماشومانو ملاتړ به مې تر دوولسم ټولګي پورې وي
غلامسخي سخا هغه ځوان دی چې د څو تعلیمي مرکزونو په جوړولو سره یې سلګونو یتیمو، کارګرو او دی بېوزلو کورنیو ماشومانو ته د وړیا زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
نوموړي تازه ۱۵ یتیم ماشومان چې په دولتي روزنتون کې ژوند کوي، خپل خصوصي ښوونځي ته جذب کړي او ژمنه یې کړې چې تر دوولسم ټولګي پورې به یې ملاتړ کوي.
هغه وایي: «ما خپله د یتیمۍ او بېوزلۍ سختۍ تجربه کړې، له همدې امله هڅه کوم تر خپل وسه د دغو ماشومانو لپاره د زدهکړو زمینه برابره کړم.»
هغه ټینګار کوي چې دغه بهیر ته به دوام ورکړي، څو نور ماشومان هم خپلو تعلیمي مرکزونو ته جذب کړي او ټول زدهکړو ته لاسرسی پیدا کړي.
د هغه په خبره، دا مهال له ۱۵۰ ډېر یتیم، کارګر او د بېوزلو کورنیو ماشومان په وړیا ډول په ښوونځي کې شامل شوي او په زدهکړو بوخت دي.
د ښوونې او روزنې برخې یو کارپوه: پر زدهکړو پانګونه د روښانه راتلونکي کیلي ده
غور کې د ښوونې او روزنې برخې یو کارپوه عبدالبصیر کریمي وایي: «د دې ځوان له اقدامه مننه کوو؛ دا ډول هڅې کولای شي هغو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي چې ورته لاسرسی نه لري او ښه راتلونکی ورته جوړ کړي.»
د هغه په باور، دا ډول فردي نوښتونه نه یوازې د زدهکړو زمینه برابروي، بلکې د ځوانانو ترمنځ د ټولنیز مسوولیت او یووالي احساس هم پیاوړی کوي.
هغه ټینګار کوي چې د محرومو ماشومانو پر زدهکړو پانګونه نه یوازې د هغوی فردي ژوند بدلوي، بلکې په اوږدمهال کې د ټولنې پر ودې او دوامداره پرمختګ هم مثبت اغېز لري.
د مسوولینو له خوا ستاینه
د غور د کار او ټولنیزو چارو ريیس مولوي نصرالله انصار وایي: «موږ له ښاغلي سخا مننه کوو چې د روزنتون ۱۵ یتیم ماشومان یې خپل ښوونځي ته جذب کړي؛ له الله څخه ورته د اجر غوښتنه کوو؛ دغه کار د دې لامل کېږي چې ماشومان له ښه تعلیمي فرصته ګټه واخلي.»
د یاد ریاست د مسوولینو په خبره، په دغه روزنتون کې تر ۲۵۰ ډېر یتیم ماشومان ژوند کوي.
د غور د معارف ریاست د مطبوعاتو مسوول ذبیحالله وفا هم د دې ډول پروګرامونو ملاتړ کوي او وایي چې د دغه ولایت معارف هڅه کوي د اړوندو بنسټونو په همغږۍ د ماشومانو لپاره نور تعلیمي فرصتونه برابر کړي.
هغه زیاته کړه: «موږ د ښاغلي سخا له دغه نوښته مننه کوو؛ بېشکه د دولتي ادارو، خصوصي سکټور او خیریه کسانو ترمنځ همکاري کولای شي د ټولو ماشومانو لپاره باکیفیته زدهکړو ته د لاسرسي پراخولو کې مهم رول ولوبوي.»
هغه ټینګار کوي چې د یتیمو او محرومو ماشومانو لپاره د زدهکړو زمینه برابرول د دغه ولایت له اساسي اړتیاوو څخه دي او دا ډول نوښتونه کولای شي د موجودو تشو یوه برخه ډکه کړي.