ژبه

د ا.ا مشر: د ټولنې د اصلاح او فساد د له منځه تلو لپاره د زده‌ګړو د بهير دوام اړين دی

زرغونه صالحى

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۰:۳۱

۴ کتنې

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مشر شيخ هیبت‌الله اخندزاده په کندهار کې يوې غونډې ته په وينا کې ويلي چې د زده‌کړو د بهير دوام او د ديني علومو حاصلول د فساد د له منځه تلو او د ټولنې د اصلاح لپاره اړین دي او علما او خلک باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن (جمعه) پر خپله اېکس‌پاڼه د شیخ هبت‌الله اخندزاده د وینا متن خپور کړی او لیکلي یې دي چې نوموړي دغه څرګندونې پرون (پنجشنبه) په کندهار کې په جهادي مدرسه کې د وینا پر مهال کړې دي.
اخندزاده ویلي، علم د الله تعالی له صفتونو څخه دی او انسان د علم په زده‌کړې سره الله تعالی ته نږدې کېږي او کمال ته رسېږي.
هغه د علم زده‌کړه فرض او اړینه بللې او ویلي یې دي چې د تعلیم او تعلم د بهیر دوام د خلکو او دیني علماوو مسوولیت دی، څو دین پاتې شي او ټولنه اصلاح شي.
اخندزاده له طالب‌العلمانو غوښتي چې علم د دین د پېژندلو او پر هغه د عمل کولو په نیت زده کړي، د دنیوي مقام او منزلت په لټه کې نه شي او خپله پوهه له نورو پټه نه کړي.
هغه همداراز ټینګار کړی چې زده‌کوونکي دې خپل درسونه نه پرېږدي، د پوهې د زیاتولو لپاره دې هڅه وکړي، له نورو څخه د علم په زده‌کړه کې دې تکبر نه کوي او له فراغت وروسته دې هم په فقهي او علمي مجلسونو کې ګډون وکړي.
اخندزاده د استادانو پر درناوي، تواضع او د مدرسې د نظام پر رعایت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تکبر د علم د زده‌کړې خنډ ګرځي