ژبه

کرزی: زده‌کړې د افغانستان د خپلواکۍ او عزت لپاره حیاتي دي

زرغونه صالحی

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۲:۵۳

Views: ۴

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۵): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت د هېواد له ښوونکو څخه د هغوی د هڅو له امله مننه کړې او زده‌کړې یې د افغانستان د خپلواکۍ او عزت لپاره حیاتي بللې دي.

کرزي د ښوونکي ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې ښوونکو، له محدودو امکاناتو او سختو شرایطو سره سره، د هېواد د راتلونکي نسل په روزنه او پالنه کې خپله «ملي دنده» په صداقت، وفادارۍ او ژمنتیا ترسره کړې ده.

هغه زیاته کړې: «همدا ښوونکي دي چې ټولنه د علم رڼا ته رسوي.»

د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي چې ښوونکي د پوهې پر بنسټ سمبال ځوانان روزي او باسواده ځوانان کولی شي د هېواد د دفاع او ساتنې، ځان‌بساینې او باعزته ژوند زمینه برابره کړي.

کرزي د هېواد ټولو ښوونکو ته د ښوونکي ورځې مبارکي ویلې او د افغانستان د نجونو او هلکانو لپاره یې د زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کړی دی. هغه ویلي چې د ټولو لپاره د علم زده‌کړه د افغانستان د خپلواکۍ او عزت لپاره حیاتي ده.

هغه په پای کې د هېواد ټولو «قدردانو او زیارکښو» ښوونکو ته د ښوونکي ورځې مبارکي ویلې ده.