منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۱ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

یو شمېر بهرمېشتي افغانان: که نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي، بېرته خپل هېواد ته ستنېږو

· ۵ دقیقې لوستل · ۱ کتنې

کابل (پژواک) – یو شمېر بهرمېشتي افغانان وايي، که په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو او پوهنتونونو ته د هغوی د تګ زمینه برابره شي، بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په ښوونځیو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې او د ۱۴۰۱ کال د لېندۍ په ۲۹مه په پوهنتونونو کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر بلې خبرتیا پورې وځنډول شوې؛ خو یو شمېر نجونې لا هم په دیني مدرسو کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي.

د اسلامي امارت چارواکو له دې مخکې ویلي وو چې د نجونو د زده‌کړو د بېرته پیل لپاره پر یوه طرحه کار کوي او د هغې له بشپړېدو وروسته به هغوی ته د زده‌کړو زمینه برابره شي؛ خو په ښوونځیو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو او په پوهنتونونو کې د هغوی پر لوړو زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه لا هم پر خپل ځای دي.

ځینې بهرمېشتې افغانې نجونې: د ښوونیزو مرکزونو د دروازو په پرانیستل کېدو به خپل هېواد ته ستنې شو

مقدس، چې په جرمني کې مېشته افغانه ده او دغه هېواد ته له تلو مخکې یې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې زده‌کړې کولې، وايي چې د خپلو زده‌کړو د دوام په هیله جرمني ته ولاړه؛ خو د ځینو ستونزو له امله یې ونه شو کولای زده‌کړو ته دوام ورکړي او اوس کار کوي.

هغې وویل: «ډېره پښېمانه یم چې دلته راغلم، ما فکر کاوه چې د زده‌کړو زمینه به راته برابره شي؛ خو د ځینو ستونزو له امله دا کار ونه شو او اوس کار کوم.»

مقدس په بهرنیو هېوادونو کې ژوند ستونزمن بولي او وايي چې له خپل وطنه لري‌والی او د کوربه هېوادونو له کلتور سره نابلدتیا هغه ستونزې دي چې ډېر بهرمېشتي افغانان ورسره مخ دي.

هغې چې په افغانستان کې نجونو ته د زده‌کړو زمینې برابرېدو غوښتنه کوي، زیاته کړه: «موږ افغان نجونې له شرعي حجاب سره ستونزه نه لرو، زموږ موخه زده‌کړې دي؛ غواړو د نړۍ د نورو نجونو په څېر زده‌کړې وکړو او پوهه ترلاسه کړو، زما او د ډېرو بهرمېشتو افغان نجونو غوښتنه د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو له مسوولینو دا ده چې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي، څو بېرته خپل هېواد ته ستنې شو.»

رعنا ستانکزۍ، چې له خپلې کورنۍ سره د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې ژوند کوي، وايي، پنځه کاله مخکې یې افغانستان پرېیښی او په نوي هېواد کې د ژوند پیل ورته له ډېرو ستونزو سره مل و.

هغې وویل: «مهاجرت اسانه نه و؛ د یوې نوې ژبې زده‌کړه، له یوه بېل کلتور سره بلدتیا او له صفره د ژوند پیل ډېرې ستونزې لرلې. که په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو زمینه برابره شي، زه او کورنۍ مې به په ډېرې خوښۍ خپل هېواد ته ستانه شو.»

غزال، چې ۲۰ کلنه ده او دوه کاله مخکې فرانسې ته تللې، وايي، په ۱۴۰۰ کال کې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې وه او په ښوونځیو کې د نجونو د زده‌کړو بندېدو له امله یې کورنۍ پرېکړه وکړه چې افغانستان پرېږدي.

هغې وویل، فکر یې کاوه چې په فرانسه کې به په اسانۍ خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي؛ خو د فرانسوي ژبې د ستونزو او د ژوند د نورو کړاوونو له امله تر اوسه نه ده توانېدلې بېرته زده‌کړې پیل کړي.

غزال زیاته کړه: «د اسلامي امارت له مسوولینو مې غوښتنه دا ده چې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي، څو موږ د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره په بهرنیو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند ته اړ نه شو.»

بهرمېشتې افغانې میندې: د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو په پرانیستل کېدو به خپل هېواد ته ستنې شو

نسرین، چې په فرانسه کې مېشته افغانه ده، وايي، څلور کاله مخکې یې له خپلې کورنۍ سره افغانستان پرېښود؛ خو لور یې د فرانسوي ژبې د ستونزو او د اړینو نومرو نه ترلاسه کولو له امله پوهنتون ته نه ده بریالۍ شوې.

هغې چې د خپلې لور د زده‌کړو د راتلونکي په اړه اندېښنه لري، وویل: «همدا چې اعلان وشي نجونې کولای شي ښوونځي ته ولاړې شي او په پوهنتونونو کې زده‌کړې وکړي، زه به یوه ورځ هم په دې هېواد کې پاتې نه شم، خپل هېواد ته به ستنه شم.»

فهیمه، چې په اسټرالیا کې مېشته بله افغانه ده، وايي، دغه هېواد ته د هغې او کورنۍ د تګ یوازېنی لامل د خپلو لوڼو د زده‌کړو د زمینې برابرول وو.

هغې وویل: «اسټرالیا ته زما او کورنۍ مې د راتګ یوازېنی لامل دا دی چې لوڼې مې زده‌کړې وکړي؛ ځکه ما ونه شوای کولای د لېسانس زده‌کړې بشپړې کړم او دا ارمان مې په زړه کې پاتې شو. له همدې امله مې نه غوښتل چې لوڼې مې هم زما په څېر تجربه ولري.»

فهیمه چې اوس په یوه نانوایي کې کار کوي، وايي، په بهر کې ژوند له ډېرو ستونزو سره مل دی؛ خو له دې امله خوشحاله ده چې لوڼې یې زده‌کړو ته لاسرسی لري.

هغې د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل چې په افغانستان کې نجونو ته د زده‌کړو او لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړي، څو وکولای شي له خپلې کورنۍ سره بېرته هېواد ته ستنه شي.

پوهان: په هېواد کې د نجونو د زده‌کړو زمینه برابرول د کورنیو د کډوالۍ مخه نیولای شي

د دیني چارو کارپوه قاضي محمدحسن حقیار وايي، په افغانستان کې د سواد کچه لوړه شوې او ډېرې کورنۍ د خپلو لوڼو لپاره د دیني او عصري زده‌کړو غوښتونکې دي؛ خو که په هېواد کې د زده‌کړو زمینه ورته برابره نه شي، ښايي د دې موخې ترلاسه کولو لپاره نورو هېوادونو ته ولاړې شي.

د هغه په وینا، ډېرې افغانې کورنۍ د خپلو دیني او کلتوري ارزښتونو ساتلو ته اهمیت ورکوي او غوره ګڼي چې اولادونه یې په داسې چاپېریال کې زده‌کړې وکړي چې له دغو ارزښتونو سره اشنا وي.

حقیار ټینګار کوي چې په افغانستان کې باید ټولو ته د دیني او عصري زده‌کړو زمینه برابره شي، څو کورنۍ د خپلو اولادونو د زده‌کړو د دوام لپاره هېواد پرېښودو ته اړې نه شي.

له بلې خوا، د ښوونیزو چارو کارپوهې فضیله محمدي وايي، په افغانستان کې پر نجونو د زده‌کړو د محدودیتونو دوام، د هغوی پر ښوونیزو او لوړو زده‌کړو د بندیز ترڅنګ، په اوږدمهال کې د هېواد پر بشري ځواک، اقتصاد او ټولنیز پرمختګ هم منفي اغېز کوي.

هغې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې باید له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي، څو هغوی وکولای شي په خپل هېواد کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.