کابل (پژواک) – پوهنې وزارت د یونیسکو او یونیسف په ګډ راپور کې د ۵۳ سلنه ماشومانو د زدهکړو په اړه د شمېرنې پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان د ښوونیز وضعیت د بشپړ انځور وړاندې کولو لپاره باید نور ښوونیز پروګرامونه هم په پام کې ونیول شي.
د پوهنې وزارت نن (سهشنبه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د یونیسکو او یونیسف په ګډ راپور کې د افغانستان د لومړنیو زدهکړو د عمر تر نیمایي زیاتو ماشومانو ته له هر ډول زدهکړو د بېبرخې کېدو اشاره شوې، خو د ۵۳ سلنې شمېره په مشخص ډول له رسمي عمومي زدهکړو بهر ماشومانو ته کارول شوې ده.
وزارت ویلي، د هېواد د ښوونیز وضعیت د بشپړ انځور وړاندې کولو لپاره باید د عمومي ښوونځیو ترڅنګ خصوصي ښوونځي، دیني مدرسې او نور ښوونیز پروګرامونه هم وشمېرل شي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۵ ښوونیز کال کې په هېواد کې ١٨٠٩٠ امارتي او خصوصي ښوونځي فعالیت کوي چې اووه میلیونه او ٦٢٧ زره او ۶۶ زدهکوونکي پکې پر زدهکړو بوخت دي.
دغه راز، د وزارت د معلوماتو له مخې، په ٢٠٣٧٢ دیني مدرسو کې دوه میلیونه او ۴۵۶ زره او ۱۳۳ طالبان زدهکړې کوي.
پوهنې وزارت ویلي چې د ښوونیزو خدمتونو د پراختیا لپاره د عامه پوهاوي او هڅونې پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي دي.
د اعلامیې له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې د سواد زدهکړې له ۱۹ زره او ۶۶۱ کورسونو څخه ۴۲۸ زره او ۴۱۴ کسان برخمن شوي دي.
همدارنګه سرچینه زیاتوي چې د جګړهځپلو زدهکوونکو د ۵۱۱۸ ټولګیو او د سیمهییزو زدهکړو د ۱۱ زره او ۸۸۱ ټولګیو له لارې په ټولیز ډول ۴۳۵ زره او ۹۳۷ کسان تر پوښښ لاندې راوستل شوي دي.
وزارت زیاته کړې چې په تېرو پنځو کلونو کې څلور میلیونه او ۹۸۹ زره او ۳۷۶ نوي زدهکوونکي ښوونیز نظام ته جذب شوي دي.
د اعلامیې له مخې، په همدې موده کې په لرې پرتو او محرومو سیمو کې ۳۷۳ نوي امارتي ښوونځي جوړ او فعال شوي او د یو شمېر نورو ښوونځیو کچه لوړه شوې ده.
پوهنې وزارت ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې تر ۴۸،۷ میلیونو ډېر درسي کتابونه وېشل شوي، د ۱۳۶۸ ښوونځیو او مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې او د ۴۱۶۰ نورو ودانۍ ترمیم او بیارغول شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د هېواد په ځینو سیمو کې زدهکړو ته د لاسرسي ستونزې شته، خو دا ډول ستونزې په نورو هېوادونو کې هم لیدل کېږي.
وزارت ویلي چې د دغو ستونزو د حل او د زدهکړو د کیفیت د لوړولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
پوهنې وزارت ټینګار کړی چې د یوې مشخصې احصایوي کټګورۍ داسې وړاندې کول چې د ټول هېواد د ماشومانو د زدهکړو یوازینی انځور وګڼل شي، د دغه وزارت له نظره سم نه دي.
دغه وزارت له یونیسکو او یونیسف څخه غوښتي چې د ۵۳ سلنې شمېرې د محاسبې بنسټ، د ماشومانو د عمر تعریف، د نفوسو سرچینې، د معلوماتو کال او د بېلابېلو ښوونیزو پروګرامونو د شمېرلو څرنګوالی روښانه وړاندې کړي.
وزارت ویلي چې د خپلو معلوماتو د پرتله کولو لپاره له اړوندو بنسټونو سره تخنیکي همکارۍ ته چمتو دی، څو راتلونکي راپورونه د افغانستان د ښوونیز وضعیت دقیق، روڼ او بشپړ انځور وړاندې کړي.










