منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۲ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

لوګر کې د څه باندې څلور زره ځوانانو ترمنځ د سیرت‌النبي علمي سیالي ترسره شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱ کتنې

پل‌علم – (پژواک) – د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ او پوهنې ریاستونو په ګډه همکارۍ او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په مالي ملاتړ، د دیني مدرسو او ښوونځیو د څه باندې څلور زره زده‌کوونکو او ځوانانو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ علمي سیالي ترسره شوه.

د دې سیالۍ ازموینه نن د پل‌علم ښار په ورزشي لوبغالي کې واخیستل شوه، چې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار په وینا، د مرکز او ولسوالیو څه باندې څلور زره زده‌کوونکو او ځوانانو په کې ګډون کړی و.

ښاغلي اسلامیار وویل، د دې سیالۍ موخه د سیرت النبي ﷺ او اسلامي اخلاقو په اړه د ځوانانو د پوهې لوړول، فکري روزنه، د مطالعې دود پراختیا او اسلامي ارزښتونو ته د هغوی د پاملرنې زیاتول دي. نوموړي د ازموینې د بهیر د بشپړ شفافیت ډاډ هم ورکړ.

په ورته وخت کې، د لوګر د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر انجنیر حبیب نور حیدري د دا ډول علمي سیالیو جوړول د ځوانانو د فکري ودې او علمي کچې لوړولو لپاره اغېزناک وبلل او د نورو ورته سیالیو د جوړولو ژمنه یې وکړه.

بلخوا، د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې استازي قاري همت مهاجر وویل، چې د دې سیالۍ لومړي مقام ګټونکي ته د موټرسایکل ترڅنګ، ۵۰ مخکښو ګډونوالو ته هم بېلابېلې ډالۍ په پام کې نیول شوې دي.

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د لوګر ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې ورته علمي سیالۍ جوړې شوي دي.