منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کرزي یو ځل بیا د نجونو د زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کړی

· ۱ دقیقه لوستل
Afghan President Hamid Karzai speaks at Afghanistan's Independent Election Commission (IEC) in Kabul April 1, 2010. REUTERS/Ahmad Masood (AFGHANISTAN - Tags: POLITICS)
Afghan President Hamid Karzai speaks at Afghanistan's Independent Election Commission (IEC) in Kabul April 1, 2010. REUTERS/Ahmad Masood (AFGHANISTAN - Tags: POLITICS)

کابل (پژواک) – د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې او پرمختګ لپاره د علم نړۍوالې ورځې په مناسبت، د ټولنې د ثبات، پرمختګ او هوساینې په ټینګښت کې د علم او پوهې پر ارزښت ټینګار کړی او د نجونو پر مخ یې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده، د ملګرو ملتونو د علمي او کلتوري سازمان له خوا د نومبر لسمه د «سولې او پرمختګ په خدمت کې د علم نړۍواله ورځ» نومول شوې ده.

حامد کرزي د دې ورځې په مناسبت ټینګار کړی چې افغانستان هم د نورو بشري ټولنو په څېر علم او پوهې ته اړتیا لري.

هغه ویلي: «زموږ هېواد هغه مهال کولای شي د بهرنیانو له احتیاجه خلاص شي، پر خپلو ستونزو بریالی شي او پرمختګ وکړي چې ټولو وګړو ته یې د زده‌کړو او تحصیل یو شان زمینه برابره وي.»

پخواني ولسمشر د همدې موخې لپاره یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې افغانستان د علم او پوهې په ګاڼه د خپلو اولادونو په سمبالولو سره پرمختګ او هوساینې ته رسېدای شي.