غزني (پژواک) – په غزني کې ۱۷۵ بېوزله ماشومان له شپږ میاشتنیو حرفوي زدهکړو فارغ شول او د فراغت سندونو ترڅنګ د خپلو زدهکړو حرفو اړوند کاري وسایل هم ورکړل شول.
یاد شپږ میاشتنی روزنیز پروګرام د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ او د افغانستان د خدمتونو، پرمختیا او ټولنیزې هوساینې موسسې (ADWSO) له لوري پلي شوی و.
د یادې موسسې د غزني د ولایتي دفتر مسوول حمیدالله خرم وویل، په دغه پروګرام کې هغه یتیم، بېوزله او له اقتصادي ستونزو سره مخ ماشومان شامل شوي وو چې پخوا په درنو او شاقه کارونو بوخت وو.
هغه زیاته کړه، یاد ماشومان د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همغږۍ پېژندل شوي او د خپلو وړتیاوو او اړتیاوو له مخې په بېلابېلو حرفوي زدهکړو کې شامل شوي وو.
د ده په خبره، دغو ماشومانو د شپږو میاشتو په موده کې حرفوي زدهکړې ترلاسه کړې او په دې موده کې هر یوه ته هره میاشت ۲۵۰۰ افغانۍ هم ورکړل شوې دي.
هغه وویل، کلچهپزي، ګلدوزي، بوټګنډل، د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصب او ترمیم، د موبایلونو او موټرسایکلونو ترمیم هغه حرفې دي چې ماشومانو ته پکې زدهکړې ورکړل شوې دي.
هغه وویل، د پروګرام په پای کې هر فارغ شوي ماشوم ته د خپلې زدهکړې او حرفې اړوند د ۲۶ زره افغانیو په ارزښت کاري وسایل هم ورکړل شول، څو وکولای شي خپل کسب پیل کړي او د کورنۍ د لګښتونو په برابرولو کې ونډه واخلي.
ده زیاته کړه، د موسسې کارکوونکي به د دغو ماشومانو وضعیت څاري او ورسره به مرسته کوي، څو د خپلو کسبونو لپاره کاري ځایونه برابر کړي او په خپلواکه توګه عاید ترلاسه کړي.
د هغه په خبره، یادې موسسې د غزني د مرکز ترڅنګ په آببند، قرهباغ، دهیک، ګیلان او واغظ ولسوالیو کې هم ۴۰ کوچني کاروبارونه جوړ کړي چې له ځینو یې اړوند کسان عاید ترلاسه کوي.
په ورته وخت کې، د غزني د اقتصاد رییس مولوي ملاداد حسن دغه ډول پروګرامونه مهم وبلل او ویې ویل، د حرفوي زدهکړو برابرول د بېکارۍ په کمولو او د ماشومانو او ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
هغه زیاته کړه، د کار او عاید فرصتونو برابرول کولای شي تر یوه بریده د ځوانانو د ناقانونه کډوالۍ مخه هم ونیسي.
د ده په وینا، اوس مهال په غزني کې ۷۵ کورنۍ او بهرنۍ موسسې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي او د شاوخوا درې میلیاردو افغانیو په ارزښت پروژې یې تر کار لاندې دي.
هغه دغه راز وویل چې د امارتي ادارو ۲۸ پروژې هم په دغه ولایت کې روانې دي.
ده له نورو مرستندویه موسسو سره د خبرو او همغږۍ د دوام خبره هم وکړه، څو په راتلونکي کې د خلکو د اړتیاوو له مخې نورې پروژې پلې شي.
د حرفوي زدهکړو یو شمېر فارغان وايي، دغه پروګرام ورته د کار او عاید ترلاسه کولو نوې هیلې پیدا کړې دي او هڅه کوي چې د خپلو زدهکړو او ورکړل شویو وسایلو په کارولو سره د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې راکمې کړي.
د قرهباغ ولسوالۍ اوسېدونکي احسانالله چې د موبایلونو د ترمیم په برخه کې یې شپږ میاشتې زدهکړې کړې دي، وویل، په دې موده کې یې د موبایلونو د ترمیم په برخه کې ډېر څه زده کړي او اوس کولای شي د خپل کسب له لارې کار وکړي.
همداراز، د دهیک ولسوالۍ د ذاکر کلي اوسېدونکي رسولخان چې د پلار له مړینې وروسته یې د خپلې کورنۍ سرپرستي پر غاړه اخیستې، وویل، د موټرسایکلونو د ترمیم حرفه یې زده کړې او هیله لري چې د ورکړل شویو وسایلو په مرسته خپل کاري ځای جوړ کړي.
دغو فارغانو له حکومت او مرستندویه موسسو وغوښتل چې د اقتصادي ستونزو له امله د کار او زدهکړو له فرصتونو بېبرخې ماشومان او ځوانان نور هم تر ملاتړ لاندې ونیسي، څو پر خپلو پښو ودرېږي.










