ژبه

د معالجوي طب د فعالیت جواز ترلاسه کولو ازموینه واخیستل شوه

Ahmad sohaib

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۷:۲۳

Views: ۲

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د ازموینو ملي اداره وایي، د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا د عمومي ریاست اړوند د معالجوي طب د فعالیت جواز ترلاسه کولو ازموینه نن واخیستل شوه.

د ازموینو ملي ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادې ازموینې د پرانیستې مراسم په کابل پوهنتون کې ترسره شول او ازموینه په شفاف ډول واخیستل شوه.

د خبرپاڼې له مخې، د ازموینو د ملي ادارې د اداري او تخنیکي چارو مرستیال رحیم‌الله حقاني د یادې ازموینې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې افغان ډاکټرانو د تاریخ په اوږدو کې په اسیا کې ځانګړی شهرت درلود، خو د وخت د ستونزو او کورنیو جګړو له امله په دې برخه کې د هېواد وړتیاوې کمزورې شوې دي.

هغه هیله څرګنده کړې چې ځوان ډاکټران به د علمي هڅو، د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او نه ستړې کېدونکو کوښښونو له لارې یو ځل بیا افغانستان د روغتیا په برخه کې پر ځان بسیا کړي.

حقاني ویلي: «د تېرو جګړو او ستونزو له امله زموږ د ملت اقتصادي وضعیت کمزوری شوی او هېوادوال مو د ناروغیو پر مهال نورو هېوادونو ته د درملنې په موخه د تګ توان نه لري. که دغه ځوانان ډېر زحمت وباسي او په دې برخه کې علمي هڅې وکړي، باور لرم چې هېوادوال به مو نورو هېوادونو ته له تګ څخه بې‌نیازه شي.»

په خبرپاڼه کې د طبي شورا د عمومي ریاست د ارشد تخنیکي سلاکار ډاکټر احمدشاه شکوهمند له قوله راغلي چې نوموړي د ازموینو د ملي ادارې له‌خوا د ازموینو د اخیستو په ټولو پړاوونو کې د شفافیت ستاینه کړې او یاده اداره یې د هېواد په کچه ارزښتناکه او مهمه بللې ده.

شکوهمند د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړی چې د هېڅ یوه ګډونوال حق به ضایع نه شي او هغه کسان چې ازموینې ته یې چمتووالی نیولی، د خپلو علمي وړتیاوو له مخې به ښې نمرې ترلاسه کړي او بریالي به شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا د عمومي ریاست اړوند د ستوماتولوژۍ د طبي فعالیت جواز ترلاسه کولو ازموینې د ګډونوالو د بایومټریک معلوماتو ثبت به د تلې په ۲۲مه په کابل پوهنتون کې ترسره شي.