کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴): په کابل کې د جاپان سفیر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره لیدنه کې ویلي چې له افغانانو سره به یې د هېواد مرستې د پخوا په څېر دوام ولري او کمښت به پهکې نه راځي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورمایا سره لیدلي دي.
د جاپان سفیر ویلی چې هېواد یې روان زیږدیز کال له نورو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره ۷،۵ میلیون امریکايي ډالر د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې لګوي.
هغه په نړۍواله کچه د بشري مرستو کمښت ته په اشارې زیاته کړې چې له افغانانو سره د جاپان مرستې به د مخکې په څېر دوام ولري او کمښت به په کې نه راځي.
تاکایوشي زیاته کړې چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت له بندیزو لګولو وروسته افغان بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او لا تر اوسه مناسب بدیل کښت نه دی ورته برابر شوی.
د کډوالو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د جاپان له لوري د مرستو دوام مهم بللی او د بشري مرستو د رسونې په برخه کې یې د بېځایه اداري لګښتونو پر مخنیوي ټېنګار کړی دی.
د کډوالو چارو وزارت سرپرست دغه راز د افغان کډوالو لپاره د ښارګوټو رغولو په برخه کې د جاپان له سفیره د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP