منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۳ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

افغان کډوالو

۱۵۰ راپورونه

راپورونه

اسلامي امارت: ګاونډي هېوادونه دې د افغان کډوالو له جبري ايستلو ډډه وکړي

اسلامي امارت له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نړۍوالو بنسټونو غوښتي چې د افغان کډوالو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو د ګاونډیو هېوادونو د ناعادلانه پرېکړو له امله د هغوی حقوق پایمال نه شي.

د پاکستان حکومت ځینو اسنادلرونکو افغان کډوالو ته د مارچ تر پایه د وتلو وخت ورکړی

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې ځینو افغان کډوالو ته د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مې وخت ورکړی څو دغه هېواد پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي، خو د کډوالو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي چې باید له افغان کډوالو سره له زغم کار واخلي.

غړي

رويټرز: د افغان کډوالو د بیامېشتېدنې د هڅو د همغږۍ دفتر تړل کېږي

رويټرز د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت اړوند د افغان کډوالو د بیامېشتېدنې د هڅو د همغږۍ دفتر مسوولینو ته سپارښتنه شوې چې د روان کال په اپرېل میاشت کې د دغه دفتر تړلو ته چمتو شي.

غړي

اروپایي ټولنه په ګاونډیو هېوادونو کې د مېشت افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۳۶ میلیون یورو مرسته کوي

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولي وایي، د افغانستان د داخلي بې‌ځایه شوو او پاکستان، ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو کې له افغان ګډوالو د ملاتړ په موخه یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

غړي

اسلام‌اباد کې افغان سفیر: یواېن‌اېچ‌سي‌ار دې د افغان کډوالو د حقونو دفاع لپاره لازم اقدامات وکړي

په اسلام‌اباد کې افغان سفیر په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشرې سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د نیول کېدو او ځورنې په اړه اندېښنه ښودلې او ترې غوښتي یې دي چې اسنادلرونکو افغان کډوالو د حقونو دفاع برخه کې باید اقدامات وکړي.

غړي

د ایران – پاکستان پر پوله د افغان کډوالو مرګ‌ژوبلې څېړنې لپاره د ټاکل شوي پلاوي موندنې

د ا.ا مرستیال ویاند وايي، د ټاکل شوي پلاوي لومړنۍ موندنې ښيي چې د ایران په کلګان دره کې پر افغان کډوالو چاودنې او ډزې شوې چې تر اوسه پورې دوه مړي او ۳۴ عیني شاهدان چې ټپیان هم په کې دي، هېواد ته را انتقال شوي دي.

غړي

 حقاني: له ایرانه هېواد ته د افغان کډوالو باعزته راستنېدو لپاره باید ګډه تګلاره جوړه شي

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدنه کې ویلي، ا.ا هوډ لري چې افغان کډوال هېواد ته راستانه کړي خو باید داسې ګډه تګلاره رامنځته شي چې دغه پروسه په باعزته ډول ترسره شي.

غړي

عراقچي: پر افغانستان د امریکا بندیزونو افغان کډوالو ته د مرستو پر رسولو منفي اغېز کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان د امریکا پر بندیزونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، یادو بندیزونو افغان کډوالو ته د مرستو پر رسولو منفي اغېز کړی او باید سیاسي انګیزې د مرستو وړاندې کولو خنډ ونه ګرځي.

غړي

د کډوالو چارو وزارت: ایران دې له افغان کډوالو سره زور زیاتی پای ته ورسوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دې وروستیو کې په ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه ترلاسه کېږي او ډېری بوږنوونکي انځورونه هم په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې ډېر یې اندېښمن کړي دي.

غړي

افغان او ایراني چارواکو د افغان کډوالو د ستونزو حل په اړه خبرې کړې دي

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو حل په اړه خبرې کړې دي.

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر: د افغان کډوالو د کارتونو موده دې د اوږد مهال لپاره وغځول شي

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر د پاکستان د سرحدي سیمو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، افغان کډوالو د دغه هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی نو له همدې امله دې امنیتي او سیاسي اړیکې له کډوالو سره نه تړل کېږي.

غړي

د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو ایستلو لړۍ ودروي

د بښنې نړۍوال سازمان په داسې حال کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د ژر تر ژره درولو غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ویلي، نړۍ باید له کډوالو د هرکلي ترڅنګ د هغوی له انساني حقونو دفاع وکړي.

نور راپورونه