ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کډوالو عالي کمېشنري: سږ کال مو افغان کډوالو ته د سرپناه جوړولو لپاره درې میلیون ډالر ځانګړي کړي

د کډوالو عالي کمېشنري: سږ کال مو افغان کډوالو ته د سرپناه جوړولو لپاره درې میلیون ډالر ځانګړي کړي

author avatar
9 May 2024 - 11:06
د کډوالو عالي کمېشنري: سږ کال مو افغان کډوالو ته د سرپناه جوړولو لپاره درې میلیون ډالر ځانګړي کړي
author avatar
9 May 2024 - 11:06

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې سږ کال یې په افغانستان کې کډوالو ته د سرپناه جوړولو لپاره درې میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، پرون د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمودالحق احدي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د سرپناه کلستر د همغږۍ له مشرې ایرین موتیوو سره ولیدل.

یاد وزارت ویلي، په دې ناسته کې د راستنو شوو او داخلي بې‌ځایه شوو ته د سرپناه پر جوړولو خبرې وشوې.

د کډوالو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس وویل: «موږ هڅه کوو چې د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره خپله همکاري او همغږي زیاته کړو او له بنسټونو سره په ګډو هڅو خپلو هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو اړتیا په پام کې ونیسو.»

هغه زیاته کړې، غوره ده چې د ستونزو هواري لپاره په ګډه کار وشي او ناستې باید په داسې ډول ترسره شي چې شته ادارې کمزورۍ پر ځواکمنتیا بدلې کړي.

کډوالو وزارت ویلي، په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د سرپناه د کلستر د همغږۍ مشرې ایرین موتیوو وویل: «زموږ له کاري لومړیتوبونو یو د اړمنو او مستحقو کورنیو انتخاب دی چې د دوی د اړتیاوو پر بنسټ په روان کال کې درې میلیون ډالر مرسته د سرپناه جوړولو په پار ځانګړې شوې ده.»

هغې ویلي، د دې ادارې له کاري موخو یوه یې د کډوالو له وزارت سره همکاري او همغږي ده، د ستونزو د حل، اسانتیاوو رامنځته کولو او د کار ښه‌والي په موخه یې د دواړو ادارو ترمنځ پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې غویي میاشتې په ۱۳مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير خلیل‌الرحمن حقاني د پکتیا د مرکز ګردېز په رباط سیمه کې د کډوالو په یوه ښارګوټي کې هغوی ته د یوه کلینیک پرانیستې په مراسمو کې ویلي وو، د هېواد په کچه د کډوالو په ټولو ښارګوټو کې د سرپناه، روغتيا او زده‌کړو ترڅنګ نورې اړینې اسانتياوې هم په پام کې نیول کېږي.

هغه ویلي وو، په ټولو ښارکوټو کې يې د بېرته راستنو شوو کډوالو ارزونه کړې او لومړی یې د سرپناه لپاره اقدام کوي.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.