کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۳): اسلامي امارت له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نړۍوالو بنسټونو غوښتي چې د افغان کډوالو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو د ګاونډیو هېوادونو د ناعادلانه پرېکړو له امله د هغوی حقوق پایمال نه شي.
بلخوا، د کډوالو لپاره د م.م عالي کمېشنرۍ مشر ویلي، له ایران او پاکستان سره په خبرو بوخت دي څو له دغو هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو د بېنظمه پروسې مخنیوی وشي او دغه کار د یوه منظم پلان له مخې ترسره کړي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون پرون د ریاستالوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ناسته کړې ده.
خبرپاڼه کاږي، په دې ناسته کې د کډوالو ستونزو ته د ښې رسېدنې پر لارو چارو خبرې شوې او ټینګار شوی څو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې ټولې کمېټې خپل فعالیتونه لا چټک کړي.
د خبرپاڼې په حواله، په ناسته کې پر ګاونډیو هېوادونو غږ وشو چې د افغان کډوالو له بېړني او جبري ايستلو دې ډډه وکړي او کډوالو دې د یوه میکانیز له مخې د دواړو هېوادونو په همغږي ستانه کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، یاد کمېسیون له «اوایسي»، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نړۍوالو بنسټونو او ادارو غوښتي چې د افغان کډوالو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي څو د ګاونډيو هېوادونو د چارواکو د عاجلانه او ناعادلانه پرېکړو له امله د افغان کډوالو حقوق تر پښو نه شي او له هغوی سره ظلم ونه شي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد نړۍوال بنسټونه بايد له کوربه هېوادونو سره د لېږد پر یوه سالمه پروسه کار وکړي څو هېواد ته د کډوالو راستنېدنه د یوه ځانګړي ميکانيزم له مخې ترسره شي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له یادو بنسټونو غوښتي چې له افغان کډوالو سره خپلو لازمو همکاريو ته دوام ورکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته د رسېدو برخه کې جدي اقدامات کړي او په راتلونکي کې به هم هغه امکانات چې په واک کې لري، د دوی په خدمت کې ولګوي او بشپړه هڅه به وکړي چې ټول افغانان په خپل کور کې هوسا ژوند ولري.
دا په داسې حال ده چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستانه یو ځل بیا په جبري ډول د افغان کډوالو د را ایستل کېدو راپورونه خپاره شوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ رییس عرفان جمال د دغه وزارت له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.
خبرپاڼه کاږي، په دې لیدنه کې چې له افغان کډوالو سره د مرستو پر څرنګوالي او د هغوی د ستونزو پر حل خبرې شوې، عرفان جمال له افغان کډوالو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
هغه زیاته کړې، افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري هڅه کوي د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزارت سره خپلې ژمنې عملي کړي.
نوموړي زیاته کړې، د افغان کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مسوولین له ایراني او پاکستاني لورو سره پر خبرو بوخت دي څو له دغو هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو د بېنظمه پروسې مخنیوی وشي او هغوی د یوه منظم پلان له مخې خپل هېواد ته ستانه شي.
عرفان جمال د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د درې او څلور اخیزو ناستو د جوړېدو یادونه کړې او په دې برخه کې یې د ټولو اړخونو همکاري اړینه بللې ده.
د خبرپاڼې په حواله، د کډوالو چارو وزارت سرپرست په دې لیدنه کې ویلي چې له افغان کډوالو سره یې د ملګرو ملتونو مرستې مهمې دي.
هغه زیاته کړې، اسلامي امارت د ناستو پلوی دی او ډاډ یې څرګند کړی چې افغان حکومت به په دې برخه کې اړینه همکاري وکړي.
د مولوي عبدالکبیر په وینا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزارت سره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستې به مستحقو ته په شفاف ډول ورسول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP