مولوي عبدالکبیر: ګاونډي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلند ډډه وکړي
د رياستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، ګاونډي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلند ډډه وکړي او هغوی ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د رياستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، ګاونډي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلند ډډه وکړي او هغوی ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ایران له ځانګړي استازي او سفیر سره په لیدنه کې ویلي، ګاونډي هېوادونه دې د افغان کډوالو ایستلو برخه کې له نرمښت او زغم کار واخلي او ستونزو ته یې دې رسیدنه وشي.
ایاواېم وایي، په تېرو نږدې دوو کلونو کې څه باندې ٣.٥ میلیون افغانان بهر ته کډوال خو په همدې موده کې بیا ١.٧ میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالو چارو سرپرست وزير له کاونډیو هېوادونو غوښتنه وکړه چې په زور د افغانانو له ايستلو ډډه وکړي او هم دې له اصولو سره سم حقوق ورکړي.
د سوادګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه د پاکستان، ایران، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو له مشرانو غوښتي چې د سیاسي بدلونونو په نظر کې نه نیولو سره دې له افغانستان سره سوداګریزو چارو ته دوام ورکړي،…