Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ای‌اېف‌ارسي: له پاکستانه د افغان کډوالو اجباري ایستل افغانستان کې بشري وضعیت لا ترینګلی کوي

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو څپې په غبرګون کې د رامنځته‌کېدونکو شرایطو په اړه د اندېښنې په څرګندولو اعلان کړی چې د دغو کډوالو له ډلې ۵۰ زره کسانو ته د لومړنیو خدمتونو وړاندې کولو لپاره د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره مرسته کوي.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون (IFRC) لیکلي چې به پاکستان کې د کډوالۍ له لسیزو ژوند وروسته ممکن یو میلیون داسې افغانان چې معتبره ویزې نه‌لري، د ۲۰۲۵ کال د مارچ له ۳۱مې نېټې وروسته افغانستان ته ستنېدو ته اړ شي.

یاد فدراسیون په داسې کې چې لیکلي یې دي، «له پاکستانه د افغانانو ستنېدل بشري وضعیت لا ترینګلی کولای شي»، د یاد وضعیت په غبرګون کې ويلي، اوس‌مهال د یادو راستنو شوو کسانو له ډلې د ۵۰ زره کسانو اوږدمهال او بېړنیو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره د افغاني سرې میاشتې د ټولنې ملاتړ کوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې یاد فدراسیون لومړی مبلغ چې ۷۵۰ زره سویسي فرانک دي، پېښو ته د ځواب ویلو له بېړني صندوق (DREF) څخه ځانګړي کړي څو د افغاني سرې میاشتې ټولنه وکولای شي له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو لپاره بېړني خدمتونه، سرپناه، روغتیايي بېړني خدمات، خواړه او اوبه برابر کړي.

سرچینه زیاتوي: «افغانستان ته د راستنېدونکو کسانو بشردوستانه اړتیاوې ډېرې دي؛ ډېرو یې خپلې شتمنۍ په پاکستان کې پرېیښي؛ هغه ماشومان - چې ډېری یې پر خوارځواکۍ اخته دي- ځانګړي مراقبت ته اړتیا لري، ډېرې کورنۍ هم د سفر په جریان کې له یو بله جلا شوې او له خپلو غړو سره د یوځای کېدو لپاره مرستې ته اړتیا لري. دغه‌راز، له یادو خلکو سره دوامداره مرستې په افغانستان کې د هغوی د ژوند جوړولو په موخه دي.»

یاد بدلون داسې مهال رامنځته شوی چې مخکې له دې هم ډېر شمېر افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو پر اساس لیکي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټامبر راهیسې شاوخوا ۸۵۰ زره کسان له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي او سره له دې له ایران څخه هم ګڼ شمېر افغانان هېواد ته راګرځېدلي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مولوي شهاب‌الدین دلاور د چټک اقدام پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، هغه کسان چې راګرځي له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي چې په یوازې توګه د هغوی اړتیاوو ته رسېدنه امکان نه‌لري.

هغه زیاتوي چې ډېری راستانه شوي، ښځې او ماشومان دي او د هغوی اړتیاوو ته رسېدنه باید لومړیتوب وي.

هغه ویلي: «زموږ موخه د بېړنیو مرستو رسول او له راستنوو شوو اوږدمهاله ملاتړ دی څو وکولای شي با عزته ژوند له سره پیل کړي.»

د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون د استازولۍ سرپرست رییس احمد سلیمان ویلي: «دغه وضعیت به میلیونونه کسان اغېزمن کړي. بېړنیو اړتیاوو ته رسېدنه – لکه خواړه، روغتیایي مراقبت او سرپنا – زموږ اصلي لومړیتوب دی، په داسې حال کې چې هم‌مهاله د اوږدمهاله ملاتړ لپاره هم پروګرام جوړوو، د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون له ملي ټولنو او د افغانې سرې میاشتې ټولنې ترڅنګ هڅه کوي څو له خنډونو سره مقابله او له اړمنو څخه ملاتړ وکړي.»

د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون ټینګار کوي چې د راستنېدو بهیر باید داوطلبانه او له انساني کرامت سره مل وي.

یاد فدراسیون دغه‌راز له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان ته د راستنېدونکو افغانانو بشري اړتیاوو ته د پوره ځواب ویلو لپاره کافي ملاتړ وړاندې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.