یو پاکستانی چارواکی: له پاکستانه څه باندې ۱،۳ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي
د پاکستان د پارلمان منشي اعلان کړی چې د تېر میلادي کال له نومبر میاشتې راهیسې څه باندې ۱،۳ میلیونه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د پاکستان د پارلمان منشي اعلان کړی چې د تېر میلادي کال له نومبر میاشتې راهیسې څه باندې ۱،۳ میلیونه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) وایي چې په تېرو ۴۲ ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۱۲۸ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
غزني ته له پاکستان او ایران څخه په زور را ایستل شوې یو شمېر کورنۍ شکایت کوي چې سرپناه نه لري او له حکومته غواړي چې د کورونو جوړولو لپاره ځمکې ورکړي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان له پاکستانه د راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې لپاره د بېړنۍ مرستې او د مناسبو شرایطو تر برابرېدو پورې د هغوی د ایستلو لړۍ درېدو غوښتنه کړې ده.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) وایي، د روان کال د وري له ۱۵مې راهیسې یې له پاکستانه راستانه شوي نږدې ۱۰۰ زره افغانان ثبت کړي او زیاتوي چې له هغوی سره د مرستو لپاره لا زیاتو سرچینو ته اړتیا ده.
پکتيا ته له پاکستانه یو شمېر تازه راستنې شوې کورنۍ د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند ترخې کیسې کوي او وایي، دا مهال په پردیو کورونو کې اوسېږي او له حکومته غواړي چې د سرپناه برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.
افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازی وايي چې د روانې اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه نږدې ۱۲۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي…
ننګرهار کې د څلورو ختیځو ولايتونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو له پاکستانه په جبري توګه د را ایستلکېدونکو افغان کورنیو د ملاتړ او لاسنيوي په موخه غونډه وکړه.
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، د روان کال تر پایه له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو د راتګ د ملاتړ لپاره ۲۵ میلیون ډالرو مرستې ته اړتیا لري.
د راپورونو له مخې، په تېرو درېیو اونیو کې څه باندې سل زره افغانان له پاکستانه په اجباري توګه ایستل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق د دفتر (یونیسف) رییس وايي چې له پاکستانه د ایستل شوو افغان کډوالو دوه پر درېیمه ماشومان دي.
راپورونه وايي چې ۱۳۸ تنه افغانان په یوه الوتکه کې د پاکستان له پلازمېنې اسلاماباده جرمني ته لېږدول شوي دي.
د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو څپې په غبرګون کې د رامنځتهکېدونکو شرایطو په اړه د اندېښنې په څرګندولو اعلان کړی چې د دغو کډوالو له ډلې ۵۰ زره کسانو ته د لومړنیو خدمتونو وړاندې کولو لپاره د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره مرسته کوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۷ زره او ۴۳۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين وايي چې له پاکستانه د راستنو شوو کورنیو ۱۵۰۰ ماشومانو ته - چې نجونې هم په کې شاملې دي - د دغه ولایت په ښوونځیو کې د زدهکړو زمینه برابره شوه.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې تر اوسه یې له پاکستانه د را ایستل شوو له ۲۸۰زره افغان کډوالو سره نغدي او غیرنغدي مرسته کړې ده.
په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي پروژو او له پاکستانه په زور د افغان کډوالو پر ایستلو خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند وایي چې له پاکستانه به د افغان کډوالو پانګه له کوم ضرر او تاوان پرته هېواد ته را انتقال شي.
د کاناډا د کډوالو چارو اداره وایي چې دغه هېواد ته یې په یوه چارټر الوتنه کې له پاکستانه ۲۹۱ نور افغان کډوال لېږدولي دي.
د کاناډا د کډوالۍ ادارې اعلان کړی چې دغه هېواد ته یې په یوه چارټر الوتنه کې له پاکستانه ۳۱۶ نور افغان کډوال لېږدولي دي.
کندهار ته له پاکستانه راستانه شوي یو شمېر افغانان وايي چې دوی له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او نه پوهېږي چې له لنډمهاله کمپونو وروسته به چېرته ځي.