Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني ته له پاکستانه راستانه شوي د سرپناه غوښتنه کوي

غزني (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۴): غزني ته له پاکستان او ایران څخه په زور را ایستل شوې یو شمېر کورنۍ شکایت کوي چې سرپناه نه ‌لري او له حکومته غواړي چې د کورونو جوړولو لپاره ځمکې ورکړي.

په داسې حال کې چې د ایران په ګډون له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري را ایستلو لړۍ په چټکۍ روانه ده، غزني ته یو شمېر راستنې شوې کورنۍ چې دغلته د اوسېدو لپاره خپلې ځمکې او کورونه نه ‌لري، له حکومته د همکاري غوښتنه کوي.

هغوی وايي، حکومت دې د کورونو جوړولو لپاره ځمکې ورته ووېشي.

غلام‌سرور چې تازه له پاکستانه غزني ته راکډه شوی او د غزني ښار په بهلول سيمه کې د خپلوانو په يوه کنډواله کور کې اوسېږي پژواک خبري اژانس ته وویل، بې‌کاري یو او د سرپناه نشتوالی بل سردرد دی.

هغه زیاته کړه: «هېواد ته په راتګ کې حکومت یوه اندازه پيسې راکړې دي، نور څه کومک نه دی راسره شوی، موږ ته دې ځمکي راکړل شي، په ډېر بد وضعيت کې ژوند کوو.»

د شاه‌محمد په نوم یوه بل کډوال هم وویل، د غزني اصلي اوسېدونکي دي، خو دلته کور نه لري او غوښتنه کوي چې د کورونو لپاره دې ځمکه ورکړل شي.

دغه راز، د شازیې په نوم یوه مېرمن چې خاوند یې وفات شوی او له خپلو اولادونو سره په ایران کې اوسېده، څه موده مخکې په زور هېواد ته را اړول شوې ده.

هغې وویل: «دلته لومړی کورونه په کرایه نه پیدا کېږي، که پیدا هم شي، کرایې یې ډېرې لوړې دي، زموږ له توانه وتلې خبره ده.»

ورته مهال، د غزني سیمه‌ییز مسوولین وايي، هڅه کوي په دغه ولايت کې د کډوالو ټولو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د دغه ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي مطیع‌الله عرب پژواک ته وويل، د اسلامي امارت مشرتابه د غزني په پس‌حصار سیمه کې د کډوالو ښارګوټي لپاره شپږ زره جریب ځمکه ځانګړې چې په نږدې راتلونکي کې به یې د وېش لړۍ پیل شي.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې غزني ته له ایران او پاکستان څخه ۲۵۰۰ کورنۍ راستنې شوې چې د ځمکو د ورکړې په موخه یې د ثبت پروسه پیل شوې ده.

د یادونې ده، هره ورځ د تورخم، سپين‌بولدک او اسلام‌کلا بندرونو له لارې سلګونه افغان کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته د راستنېدو په حال کې دي چې په یو شمېر ولایتونو کې ورته د ځمکو د وېش پروسه هم پیل شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.