کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، په تېرو درېیو اونیو کې څه باندې سل زره افغانان له پاکستانه په اجباري توګه ایستل شوي دي.
پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره ټاکل شوی ضربالاجل د تېرې مارچ میاشتې په ۳۱مه نېټه پای ته ورسېد.
ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې په تېرو درېیو اونیو کې څه باندې سل زره افغانان له پاکستان څخه ایستل شوي او په دې مرحله کې هغه کسان چې د افغانستان تابعیت کارت (ACC) ولري شامل دي چې پخوا هغوی ته په وار وار د داوطلبانه ګرځېدو مهلت ورکړل شوی و.
په راپور کې راغلي چې یاده پرېکړه «د ناقانونه بهرنیو کډوالو د بیا ستنېدو پراخ پروګرام» یوه برخه ده چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه پیل شوی او موخه یې له پاکستانه د ټولو بهرنیو ناقانونه او بې اسنادو کسانو ایستل دي.
له پاکستان څخه د کډوالو ایستلو ډېر غبرګونونه راوپارولي؛ د وري په ۲۵مه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان سفارت له سرپرست عبیدالرحمن نظاماني سره په لیدنه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو او هلته له افغانانو سره ناسم چلند له امله خواشینې څرګنده کړې او د دغه وضعیت د بدلېدو غوښتنه یې کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP