جلالاباد (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۴): ننګرهار کې د څلورو ختیځو ولايتونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو له پاکستانه په جبري توګه د را ایستلکېدونکو افغان کورنیو د ملاتړ او لاسنيوي په موخه غونډه وکړه.
په ياده غونډه کې چې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، ځوانانو او ولسي خلکو برخه اخېستې وه، له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت د ناوړه چلند، د افغان کډوالو د ستونزو، د هغوی د ملاتړ او په راتلونکي کې ورته د کار، سرپناه او نورو مرستو د برابرولو په تړاو خبرې وشوې.
د غونډې ګډونوالو له افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت روان ظلمونه وغندل او له افغان حکومت يې وغوښتل چې راستنېدونکو کډوالو ته د پراخو مرستو، کار او سرپناه زمینه برابره کړي.
د ننګرهار يوه قومي مشر ملک سردارولي غروال وويل، دا مهال له پاکستانه د افغان کډوالو راشړل د ټولو انساني، اسلامي، نړۍوالو او ګاونډيتوب د اصولو خلاف عمل دی.
دغهراز د غونډې يوه بل ویناوال او قومي مشر بلال سکندر له پاکستاني علماوو، مدني ټولنو، رسنيو او د دغه هېواد له عام ولس څخه غوښتنه وکړه چې پر خپل حکومت فشار راوړي څو له افغان کډوالو سره انساني چلند وشي او د هغوی د جبري را ایستلو لړۍ ودروي.
قومي مشر لعلمحمد د کډوالو په برخه کې د افغان حکومت له فعالیتونو مننه وکړه چې په خبره يې د کابینې ګڼ شمېر وزيران تورخم ته ورغلل، هلته يې له کډوالو سره په ګډه په يو ټغر کېناستل او د هغوی حالات یې له نږدې وکتل او مرستې یې ورسره وکړې.
د غونډې ګډونوالو وویل، د ختيځ زون ټول خلک خپلو کډوالو وروڼو او خوېندو سره ولاړ دي، نه يوازې دا چې هغوی ته يې په کورونو کې ځای ورکړی، بلکې د خپلې خولې مړۍ یې هم ورسره شريکه کړې ده او دا د ټولو افغانانو ایماني، انساني او افغاني وجیبه ده.
د غونډې په پای کې يو پرېکړه لیک هم ولوستل شو چې په کې له اروپايي هېوادونو او نړۍوال بشري سازمانونو څخه غوښتنه شوې وه چې پر پاکستان فشار راوړي څو له افغان کډوالو سره د کډوالۍ د نړۍوالو اصولو له مخې انساني چلند وکړي او هغوی ته د عزت او خوندیتوب فضاء کې د بېرته راتګ زمینه برابره کړي.
دغه راز په پرېکړه لیک کې له شتمنو هېوادوالو غوښتنه شوې وه چې له راستنېدونکو کورنیو سره د هستوګنې، خوراک او نورو اړتیاوو په برخه کې مرسته وکړي.
د غونډې ګډوالو دغه راز په دغه پرېکړه لیک کې د افغانستان له حکومت او اړوندو مسوولینو هم وغوښتل چې د راستنېدونکو کورنیو لپاره د ځمکو د وېش په برخه کې عملي اقدامات وکړي، تڅو دوی وکولی شي یو ځل بیا په خپل هېواد کې د عزت ژوند پیل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP