کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۴): راپورونه وايي چې ۱۳۸ تنه افغانان په یوه الوتکه کې د پاکستان له پلازمېنې اسلاماباده جرمني ته لېږدول شوي دي.
د یوې جرمني رسنۍ د راپور له مخې، یاد شمېر افغانان د جرمني لایپزیګ ښار ته لېږدول شوي چې ۷۶ ښځې او ۶۲ سړي په کې شامل دي.
ټاکل شوې چې یاد افغانان لومړی په مرکزي جرمني کې په کمپ کې مېشت شي او په راتلونکو دوو اونیو کې نورو ښارونو ته ولېږدول شي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي چې شاوخوا ۲۶۰۰ افغانان دغه هېواد ته د تګ په تمه پاکستان کې مېشت دي.
المان غږ وېبپاڼه وايي چې برلېن د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال په فبرورۍ او مارچ کې میاشتو کې په درې چارټر الوتکو کې ۴۶۱ افغانان جرمني ته لېږدولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP