Language

په تېرو اوو ورځو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۱۷ زره کډوال راستانه شوي

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۷ زره او ۴۳۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال د تېرې چنګاښ میاشتې له ۲۸مې د زمري تر درېیمې له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي دي.

پژواک خبري اژانس دغه شمېرې له تېرو اوو ورځو راهیسې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې را اخیستي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۲۷۳۴ کسان چې شاوخوا ۴۹۳ کورنۍ کېږي، د تورخم او سپن‌بولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول راایستل شوي دي.

دغه راز، په یاده موده کې ۱۴۶۹۶ کسان د نیمروز د ابرېشم‌پله او د هرات اسلام‌کلا له لارو له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

د یادونې ده چې د تېرې چنګاښ میاشتې له ۲۰مې تر ۲۸مې نېټې پورې هم ۱۳ زره او ۶۰۰ کډوال له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي وو.