کابل (پژواک، ۲ ثور ۱۴۰۴): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق د دفتر (یونیسف) رییس وايي چې له پاکستانه د ایستل شوو افغان کډوالو دوه پر درېیمه ماشومان دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق د دفتر رییس تاجالدین اویواله پرون (دوشنبه) پر اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو ویلي چې له تورخم دروازې یې لیدنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال له سپټمبر راهیسې ۶۰۰ زره کډوال له پاکستانه افغانستان ته راغلي چې شاوخوا دوه پر درېیمه یې ماشومان جوړوي.
هغه څرګنده کړې چې د ایستل شوو دغو ماشومانو له ډلې ۷۸۲ یې له خپلو کورنیو بېل شوي وو او د یونیسف په مرسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي وو چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۵ کال تر اپرېل پورې په ټوله کې دوه میلیون او ۴۳۰ زره بېاسناده افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP