Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډبلیو‌اېف‌پي: له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۲۵ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۴): د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، د روان کال تر پایه له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو د راتګ د ملاتړ لپاره ۲۵ میلیون ډالرو مرستې ته اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام نن پر خپله اېکس‌پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او په افغانستان کې د دغه پروګرام استازې موټینټا چیموکا ویلي، هغه تورخم ته تللې، کوم ځای کې چې هره ورځ له پاکستانه په زرګونه کډوال راځي.

هغې زیاته کړې، دا هغه خلک دي چې ډېرو یې ټول ژوند په پاکستان کې تېر کړی او مجبور شوي چې تش لاس بېرته راستانه شي، ځيني یې هیڅ عاید، کار، خواړه او د تګ لپاره ځای نه لري.

نوموړې ویلي، دلته بشري وضعیت له مخکې خراب دی او په هرو درېیو کې یو افغان ډاډه نه دی چې د دوی راتلونکي خواړه به له کومه شي.

هغه زیاته کړې، دوی د کال تر پایه پورې په بېړنې ډول ۲۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لري، له هغو راستنېدونکو سره د مرستې لپاره چې په پاکستان کې د ډېرو کلونو له تېرولو وروسته افغانستان ته راځي او له سره خپل ژوند پیلوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام لیکلي، هره ورځ زرګونه افغان کورنۍ چې له پاکستان وتلو ته اړ ایستل کېږي، په داسې حال کې افغانستان ته رااړوي چې ۱۵ میلیون خلک لا له مخکې نه پوهېږي چې د دوی راتلونکي خواړه به له کومه راشي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو ضرب‌الاجل د تېرې مارچ میاشتې په ۳۱مه پای ته رسېدلی او هر ورځ په سلګونو افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستنېږي؛ یوازې په تېرو درېیو اونیو کې څه باندې سل زره افغانان له پاکستانه په اجباري توګه راایستل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.