منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۲ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ډبلیواېف‌‎پي

۱۶ راپورونه

راپورونه

غړي

ډبلیواېف‌پي: راتلونکو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د بشري مرستو دوام لپاره سلګونه میلیون ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د بشردوستانه فعالیتونو دوام لپاره ۷۶۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

غړي

ډبلیو‌اېف‌پي: له پاکستانه راستنو شوو کډوالو سره د مرستې لپاره ۲۷،۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

د خوړو نړۍ‌وال پروګرام په راروان ژمي کې له پاکستانه د راایستل شوو کډوالو پر وضعیت د اندېښنې ښودلو ترڅنګ اعلان کړی چې هغوی سره د مرستې لپاره ۲۷،۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

غړي

ډبلیواېف‌پي: افغانستان کې د روان ميلادي کال له پیله راهیسې ۵،۷ میلیون کسانو نغدي مرسته ترلاسه کړې ده

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې د روان ميلادي کال په تېرو اوو میاشتو کې یې د خوراکي توکو مرستې ته د اړتیا کمېدو او سیمه‌ییز اقتصاد پیاوړتیا لپاره په افغانستان کې له ۵.۷ میلیون کسانو سره نغدي مرسته کړې ده.

غړي

ډبلیواېف‌پي: افغانستان کې خپلو ښځینه کارکوونکو ته د کار مناسب چاپېریال برابروو

د خوړو نړۍوال پروګرام د اجرایوي رییس مرستیال وايي، له افغان چارواکو سره یې د مرستو رسولو برخه کې د ښځو پر حیاتي رول ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی په افغانستان کې خپلو ښځینه کارکوونکو ته د کار مناسب چاپېریال برابروي.

غړي

ډبلیواېف‌‎پي: ۲۰۲۲ کال کې مو د افغانستان له څه باندې ۲۴٫۵ میلیون وګړو سره مرسته وکړه

د خوړو نړۍوال پروګرام په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان له نیمايي ډېرو وګړو سره د خوړو او تر ۳۰۰ میلیون ډالرو ډېرو نغدي مرستو خبر ورکوي او وايي، په دغه هېواد کې اقتصادي کړکېچ ښځې ډېرې اغېزمنې کړې دي.