ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډبلیواېف‌پي: افغانستان کې د روان ميلادي کال له پیله راهیسې ۵،۷ میلیون کسانو نغدي مرسته ترلاسه کړې ده

ډبلیواېف‌پي: افغانستان کې د روان ميلادي کال له پیله راهیسې ۵،۷ میلیون کسانو نغدي مرسته ترلاسه کړې ده

author avatar
5 Aug 2023 - 16:53
ډبلیواېف‌پي: افغانستان کې د روان ميلادي کال له پیله راهیسې ۵،۷ میلیون کسانو نغدي مرسته ترلاسه کړې ده
author avatar
5 Aug 2023 - 16:53

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۲): د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې د روان ميلادي کال په تېرو اوو میاشتو کې یې د خوراکي توکو مرستې ته د اړتیا کمېدو او سیمه‌ییز اقتصاد پیاوړتیا لپاره په افغانستان کې له ۵.۷ میلیون کسانو سره نغدي مرسته کړې ده.

دغه بنسټ نن (شنبه، د زمري ۱۴مه) په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د بیړني صندوق، فرانسې او جاپان دولتونو په مرسته د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د خوراکي توکو مرستې ته د اړتیا کمېدو، سیمه‌ییز اقتصاد پیاوړتیا او د توکو پر پېرلو د اړمنو د لا برلاسي کېدو په موخه وېشل شوې دي.

د خوړو نړۍوال پرواګرام په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

یادې مرستې داسې مهال ترسره کېږي چې له دې مخکې اوچا ویلي وو، په افغانستان کې خوراکي توکو ته د اړمنو کسانو شمېر  ۲۹.۲ میلیون کسانو ته رسېدلی دی.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.