پنجشېر کې له سلګونو بېوزله کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې اشیانه موسسې د یونیسف په مالي همکارۍ د دغه ولایت په عنابه ولسوالۍ کې له ۱۶۷۸بېوزله کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې اشیانه موسسې د یونیسف په مالي همکارۍ د دغه ولایت په عنابه ولسوالۍ کې له ۱۶۷۸بېوزله کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې د روان ميلادي کال په تېرو اوو میاشتو کې یې د خوراکي توکو مرستې ته د اړتیا کمېدو او سیمهییز اقتصاد پیاوړتیا لپاره په افغانستان کې له ۵.۷ میلیون کسانو سره نغدي مرسته کړې ده.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا په هېواد کې ۲۴ زره بې سرپرسته کونډو ته د ۲۰۴ میلیون افغانیو مرستې د وېش لړۍ روانه ده.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوالې ادارې (یونیسف) په نورستان کې زدهکړو ته د هڅونې په موخه له لس زره کورنیو سره مرسته کوي .
د ميدان وردګو مسوولين وايي چې د دغه ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې له ۸۶ جنګځپلو کورنیو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، په را روان ژمي کې به په افغانستان کې له ۱۱۲ زره اړو کورنیو سره نغدي مرستې کوي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې (سیګار) په یوه راپور کې ویلي، امریکا د تېر نظام له پرځېدو وروسته له افغانستان سره ۱.۱ میلیارد ډالر نغدي مرسته کړې ده.
په را روان ژمي کې د افغانستان له زیانمنو خلکو سره د نړۍوالو بنسټونو د مرستو په دوام، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې له ۴۰۰ زرو کسانو سره نغدي مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) سږ کال په افغانستان کې له ۱۱۱ زره کورنیو سره نغدي مرسته کوي.
د نيمروز ځايي سرچينې پر ٢٠٠ سوالګرو د نغدي مرستو د وېش خبر ورکوي او وايي چې هر يوه سوالګر ته به د میاشتې ۵۰۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وېشل کېږي.
د خوړو نړۍوال سازمان/WFP د لوګر په ازره ولسوالۍ کې له ۸۰۰ بېوزلو کورنیو سره د ۶،۸ میلیون افغانیو نغدي مرسته وکړه.
د افغانستان بانک وایي، هېواد ته د بشري مرستو په دوام نن نور ۳۲ میلیون ډالر راورسېدل.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان له لوري په بغلان کې له ایرانه تازه راستنو شوو ۴۱۰ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
د لغمان د کډوالو چارو ریاست وايي چې د دغه ولایت په الینګا او الیشنګ ولسوالیو کې له ۵۰۸ اړمنو کورنیو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.
د پکتيا ولایت په مرکز او شاوخوا ولسواليو کې له ۳۴۵ بزګرانو سره نغدي مرسته وشوه.
د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې له ۳۱۰۰ اړمنو کورنيو سره د (۱۷۶۷۰۰۰۰) افغانیو په اندازه نغدي مرسته وشوه.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په دایکنډي ولایت کې د امیدوارو ښځو او ماشومانو د ساتنې په موخه له ۶زره کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
د هلمند په مرکز او ولسواليو کې له ۱۸۰۰۰ بېوزلو کورنيو سره د نغدي مرستې لړۍ پيل شوه.
د پکتيا د طبيعي پېښو پروړاندې د چمتووالي ادارې مسوولان وايي چې د دغه ولايت په بېلا بېلو ولسواليو کې پر څلور زره بېوزلو کورنيو ۱۶۰ميليون افغانۍ مرسته ووېشل شوه.
د هلمند د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي چې د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) د دغه ولايت په مرکز کې اته زره اړو کورنيو د نغدي مرستې وېش پيل کړ.
مرکزي بانک، کابل ته د ۳۲ میلیون ډالر نغدي بشري مرستې د رسېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې یادې پیسې د افغانستان نړیوال بانک ته وسپارل شوې.