ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجشېر کې له سلګونو بې‌وزله کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

پنجشېر کې له سلګونو بې‌وزله کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

author avatar
22 Mar 2024 - 15:08
پنجشېر کې له سلګونو بې‌وزله کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
author avatar
22 Mar 2024 - 15:08

پاراخ (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۳): د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې اشیانه موسسې د یونیسف په مالي همکارۍ د دغه ولایت په عنابه ولسوالۍ کې له ۱۶۷۸بې‌وزله کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملک‌زاده پژواک ته وویل، د دغو کورنیو له ډلې هرې یوې ته ۱۳۶۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

هغه زیاته کړه، دا مرسته نن او پرون د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې یاد شمېر کورنۍ د ملکانو په همکارۍ د اشیانه موسسې له خوا سروې او مستحق پېژندل شوې وې.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم اشیانه موسسې د یونیسف په مالي همکارۍ د دغه ولایت د په رخه ولسوالۍ کې له ۱۷۵۶ بې‌وزله کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته کړې وه.

Views: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.