کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پرواګرام ویلي چې پّ تېرو نهو میاشتو کې یې په افغانستان کې له ۲۶۰ زره کسانو سره مرسته کړې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام پرون (دوشنبه) د یوه راپور په خپرولو ویلي چې له یادو کسانو سره یې دغه مرستې د اسلامي پراختیا بانک (ISDB) او د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان د بشري مرستو مرکز (relief KS) له لارې د افغانستان د بشري مرستو د وجهي صندوق په همکارۍ کړې دي.
په راپور کې راغلي چې د یادو مرستو ارزښت ۳.۲ میلیون ډالر دی.
په راپور کې راغلي چې اړمنو ته نږدې څلور زره مټریک ټنه خوراکي توکي چې د غنمو اوړه، دال، نباتي غوړي او مالګه په کې شامل دي، وېشل شوي دي.
سرچینې لیکلي: «دغه کار د خوړو له نړۍوال پروګرام سره مرسته وکړه څو په داسې یوه هېواد کې چې یو پر درېیمه برخه نفوس یې وږی دی، ډېرې بېوزلې کورنۍ خوراکي توکو ته لاسرسی پیدا کړي.»
دغه سازمان زیاته کړې، د مرستو له وېش وروسته د دوی د تجزیې او تحلیل پر بنسټ، د نږدې نیمايي هغو کسانو چې مرسته ورسره شوې، لګښتونه یې کم شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن