ګردېز (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۴): پکتيا ته له پاکستانه یو شمېر تازه راستنې شوې کورنۍ د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند ترخې کیسې کوي او وایي، دا مهال په پردیو کورونو کې اوسېږي او له حکومته غواړي چې د سرپناه برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.
پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره ټاکل شوی ضربالاجل د تېرې مارچ میاشتې په ۳۱مه نېټه پای ته ورسېد. د راپورونو له مخې، له هغې را وروسته څه باندې سل زره افغانان په جبري ډول را ایستل شوي دي.
عالم خان چې تازه له پاکستانه ګردېز ښار ته راستون شوی او وایي، د اوسېدو لپاره ځای نهلري او اوسمهال د خپلوانو په کور کې اوسېږي.
دی وایي چې د پاکستان پوليسو ورسره ناوړه چلند کړی او د کور د توکو د راوړلو اجازه هم نه ده ورکړل شوې.
هغه زیاتوي: «دلته خپل ځای نهلرو، په پردي ځای کې اوسېږو، بل د کاروبار ستونزه ده چې کاروبار نشته، بل د ځای مشکلات ډېر زيات دي، اول د ځای مشکل دی.»
د خان په نوم يو بل راستون شوی هم وایي: «موږ به پاکستان کې پټ ګرځېدو، ماشومان به چې د باندې لاړل هغه به پولسو موټرو ته پورته کول او له ځان سره به یې وړل، په ټوله ښه وضعیت راسره نه دی شوی، حکومت يوه هم نه منله ويل يې بس وځئ.»
دی هم وایي چې په ټولو برخو کې مرستې ته اړتیا لري خو تر ټولو لومړنۍ اړتیا یې د کور نشتون دی.
سيفالله هم چې ۱۵ ورځې مخکې له پاکستانه هېواد راستون شوی، وایي چې اوسمهال د خپلوانو په یوه داسې کور کې اوسېږي چې یوازې سر یې پټ دی، نور نه کړکۍ لري او هم دروازه.
هغه هم له حکومته غوښتنه وکړه چې د سرپناه جوړېدو برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.
د پکتيا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي حبیبالله شهیدزاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې تازه په تېره شاوخوا یوه میاشت کې ۴۲۰ کورنۍ له پاکستانه دغه ولایت ته راستنې شوې دي.
هغه زیاتوي، د کډوالو عالي کمېسیون د کډوالو ځای پر ځای کېدو لپاره ځانګړې کمېټه لري چې په ټولو ولایتونو کې هڅه کوي راستنو شوو کورنیو ته د سرپناه مناسب ځای برابر کړي.
د نوموړي په وینا، په پکتیا ولایت کې هم هڅې روانې دي چې تازه راستنو شوو کډوالو ته ځمکې ورکړل شي او د سرپناه ستونزې ته یې رسېدنه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال تېره ورځ له تورخم سیمې څخه لیدنه کړې وه او ویلي وو، د روانې اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه نږدې ۱۲۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP