Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه: د اپرېل له پیله تر اوسه ۱۲۰زره افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي

کابل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۴): افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازی وايي چې د روانې اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه نږدې ۱۲۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغې کمېشنرۍ نن (جمعه) په خپله اېکس‌پاڼه د یوې وېډیو په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال له تورخم څخه لیدنه کړې ده.

د جمال په خبره، په راستنو شوو کې داسې ښځې او نجونې هم شاملې دي چې له ناڅرګند راتلونکي او د د زده‌کړو او کار له محدود لاسرسی سره مخ دي.

هغه زیاته کړه چې د کمېشنرۍ دفتر د بېړنیو مرستو په وړاندې کولو سره د هغوی ملاتړ کوي، خو اړتیاوې ډیرې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري ویلي چې اسلام‌اباد د (پي‌اوار) کارت لرونکو په ګډون ټولو ثبت شوو افغان کډوالو ته د جون تر۳۰ مې ضرب‌الاجل ټاکلی او باید تر ټاکلې نیټې له پاکستانه ووځي، که نه نو په زور به وایستل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.