Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو پاکستانی چارواکی: له پاکستانه څه باندې ۱،۳ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۴): د پاکستان د پارلمان منشي اعلان کړی چې د تېر میلادي کال له نومبر میاشتې راهیسې څه باندې ۱،۳ میلیونه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د اکسپرس تربیون راپور له مخې، د پاکستان د پارلمان منشي مختار احمد ویلي چې پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغانان مېشت دي چې ۸۱۳ زره کسان یې د افغانستان د شهروندۍ کارټونه (ACC) او ۱،۳ میلیونه نور د (PoR) نوم‌لیکنې کارټونه لري.

د هغه په خبره، هغه افغانان چې پاکستان ته د درملنې، زده‌کړې او یا تجارتي موخو لپاره راتلل غواړي، د پاکستان د ویزې په ترلاسه کولو او د معتبر اسنادو په درلودو سره دا کار کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د کډوالۍ نړۍوال سازمان اعلان وکړ چې د روان کال د اپرېل له لومړۍ تر ۱۲مې نېټې څخه څه باندې ۱۲۸ زره افغانان له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي چې ډېری یې په زور ایستل شوي دي.

یاد سازمان ویلي چې له څه باندې ۶۸ زره راستانه شوو کسانو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو سره یې د سرپناه، خوړو، حمایوي روغتیايي مراقبتونو برخو کې مرستې کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.