کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۴): کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر د افغان کډوالو پر جبري ایستلو او له هغوی سره پر ناسم چلند اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه سازمان به د کډوالو لپاره د مرستو په راجلبولو کې هڅه وکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر محمدسعید العیاش سره وکتل.
سرچینې ویلي، په دې ناسته کې له افغان کډوالو سره د مرستو او د یو شمېر ټولګټو پروژو په اړه خبرې وشوې.
په یاده لیدنه کې محمدسعید العیاش ویلي چې له کډوالو سره ناسم چلند او د هغوی اجباري ایستلو د اسلامي همکاریو سازمان اندېښمن کړی دی.
هغه زیاته کړې، د اسلامي همکاریو سازمان کډوالو ته د مرستو راجلبولو برخه کې کار کوي او هیله یې څرګنده کړې چې د دغه سازمان غړي هېوادونه د افغان کډوالو لاسنیوي ته ځانګړی پام وکړي.
د نوموړي په خبره، د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزارت سره په همغږۍ او د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ د سیمهییزې ادارې او خلکو په غوښتنه د یوه لوی جامع جومات جوړولو ته مالي امکانات لټوي.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره د یاد سازمان له همکاریو او مرستو مننه وکړه.
هغه له اسلامي نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل او اړیکې خورا ارزښتمنې بللې او یادونه یې کړې چې د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړیکو لپاره غوره او مهم بنسټ دی.
مولوي کبیر د کډوالو د دایمي ستونزو حل لپاره د مهاجرینو د استوګنیزو ښارګوټو پر جوړېدو ټينګار کړی او په دې برخه کې یې د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون د ټولو مرستندویه ادارو د همکارۍ او مرستو غوښتنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، د خلکو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې د اسلامي همکاریو له سازمانه د مرستو او ملاتړ د دوام غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو ته ټاکل شوی ضربالاجل د تېرې مارچ میاشتې په ۳۱مه پای ته ورسېد؛ د راپورونو له مخې، له دې نېټې راوروسته څه باندې سل زره افغانان په جبري ډول را ایستل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP