ژبه

اوتونبایوا: تمه ده له افغان کډوالو سره د مرستو کچه لوړه شي

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۴): د یوناما مشرې د کډوالو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هڅه کوي څو له اسلامي امارت سره په ګډه د کډوالو ستونزو ته د رسېدو برخه کې اغېزناک کار وکړي.

له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو ته ټاکل شوی ضرب‌الاجل د تېرې مارچ میاشتې په ۳۱مه پای ته ورسېد؛ د راپورونو له مخې، له دې نېټې راوروسته څه باندې سل زره افغانان په جبري ډول را ایستل شوي دي.

د کډوالو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر تېره ورځ د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره ولیدل.

خبرپاڼه کې راغلي، د یوناما مشرې له افغان کډوالو سره د مرستو د دوام ډاډ څرګند کړ ویې ویل چې د دې برخې لپاره به لا ډېر مالي امکانات راجلب کړي.

هغې زیاته کړې، یوناما هڅه کوي څو له اسلامي امارت سره په شریکه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره اغېزناک کار وکړي.

د هغې په خبره، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د افغانستان حالت له نږدې ارزوي او تمه ده چې له افغان کډوالو سره د مرستو کچه لوړه شي.

نوموړې له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې پر سیاسي خبرو او بحثونو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د بحث وړ مسایل باید له ځانګړو لارو چارو حل شي.

د سرچینې په حواله، د کډوالو وزارت سرپرست په یاده لیدنه کې ویلي، د کډوالو لپاره په لنډمهاله پنډغالو کې ډېرې اسانتیاوې او خدمات چمتو شوي او همدارنګه کډوالو ته د دایمي ښارګوټو د وېش لړۍ هم په ښه ډول پر مخ روانه ده او تر دې دمه ۵۸ ښارګوټي کډوالو ته په پام کې نیول شوي دي.

مولوي عبدالکبیر کډوالو ته د مرستو کچې پر لوړېدو ټینګار وکړ ویې ویل چې کډوالو ته د ښارګوټو په جوړولو کې دې د ملګرو ملتونو سازمانونه ونډه واخلي.

هغه زیاته کړې، اسلامي امارت له نړۍ سره د خبرو پلوي کوي او د شریعت په رڼا کې له ټولو اړخونو سره تعامل ته چمتو دی او له افغانستانه هیڅ هېواد ته ګواښ نه متوجه کېږي.