منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

یوناما

۱۴۶ راپورونه

راپورونه

د اماراتو او یوناما چارواکي د افغانستان پر وروستيو تحولاتو غږېدلي

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د متحده عربي اماراتو د دایمي استازي مرستیال او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) سرپرست په نیویارک کې د افغانستان د وروستیو تحولاتو او د سولې، ثبات او پرمختګ د ملاتړ برخه کې د یوناما د رول په اړه خبرې کړې دي.

یوناما: پر کونړ د پاکستان وروستیو بریدونو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) پر کونړ د پاکستان د وروستیو بریدونو غبرګون کې ويلي، د نړۍوالو بشري قوانینو له مخې، ملکي وګړي او ملکي تاسیسات، په ځانګړي ډول…

یو شمېر افغان شخصیتونو پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په تړاو یوناما ته اعتراض‌لیک وسپاره

یو شمېر افغان سیاسي شخصیتونو، د پوهنتون استادانو، مدني فعالانو او قومي مشرانو نن په کابل کې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د وروستیو بریدونو په تړاو د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر…

یوناما: په افغانستان کې د ثبات او دوامداره پرمختګ مزل په یوازې سر نه کېږي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي چې افغانستان کې بشري ناورین لا هم په نړۍ کې یو له سختو ناورینونو دی؛ د دغه هېواد دوه پر درې برخه وکړي بشري مرستو ته اړتیا لري او د مالي مرستو کمښت، بېړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې او د حیاتي مرستو د دوام برخو کې ستونزې او ننګونې رامنځته کړې دي.  

اوتنبایوا: نړۍوالې ټولنې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره نږدې ۱۳ ملیارد ډالره مرسته کړې

په افغانستان کې د یوناما مشرې پرون د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې نړۍوالې ټولنې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره نږدې ۱۳ میلیارد ډالره مرسته کړې او د ځینو راپورونو خلاف،…

ا.ا: د یوناما وروستي راپور کې هڅه شوې چې عامه اذهان مغشوش کړي

ا.اوایي، د یوناما په وروستي راپور کې هڅه شوې چې عامه اذهانو کې اندېښنې ایجاد کړي او په دې تړاو یې د یوناما استازي را غوښتي وو او ورته په ټینګار ویلي شوي چې د راپور ورکولو پر اوسنۍ طريقې جدي بياکتنه وکړي او د ورته سرغړونو د دوام په صورت کې نظام خپل مکلفيت بولي چې د بې‌بنسټه راپورونو په تړاو مناسب اقدام وکړي.

جلال‌اباد کې د یوناما دفتر تړل شوی نه دی، بلې سيمې ته یې لېږدوي

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د یوناما د دفتر تړل کېدو په اړه له اوازو وروسته، یادې ادارې ویلي چې دفتر یې تړل شوی نه دی، بلکې د ودانۍ د قرارداد موده یې پوره شوې او له هغه ځایه د ښار بلې ساحې ته انتقالېږي.

یوناما: د خصوصي سکټور ملاتړ، د ښځو رول او نشه‌يي توکي د دوحې ناستو د بحث مهم ټکي وو

یوناما ویلي، د دوحې کاري ډلو د ناستو بحثونه چې د ۲۶ هېوادونو او ملګرو ملتونو استازو، اسلامي امارت چارواکو او نړۍوالو بنسټونو په ګډون ترسره شول، د خصوصي سکټور پر ملاتړ، د ښځو پر رول، له نشه‌يي توکو سره پر مبارزې او د افغانستان پر نړۍوالو ژمنو متمرکز وو.

بهرنیو چارو وزارت: یوناما دې په راتلونکي کې د اسلامي شریعت پر احکامو له نقده ځان وساتي

بهرنیو چارو وزارت پر څلورو کسانو د قصاص حکم پلي کېدو په اړه د یوناما څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د اسلامي شريعت پر احکامو د نقد جسارت يو غيرمسؤولانه، د يوناما د ماموريت خلاف او د نه زغم عمل دی او باید تکرار نه شي.

نور راپورونه