کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۵): د مطبوعاتو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د بیان د ازادۍ پر ساتنې او د سولهییزو، عادلانه او دوامداره ټولنو رامنځته کېدو لپاره د اساسي اړتیا په توګه د خبربالانو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
نن (یکشنبه، د مې درېیمه) د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ ده چې د ملګرو ملتونو او یونسکو له خوا د رسنیو د ازادۍ د نمانځنې، د خبریالانو د ملاتړ او د بیان ازادۍ ته د دولتونو د ژمنتیا د یادونې په موخه، د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې د ۱۹مې مادې پر بنسټ نومول شوې ده.
یوناما په دې مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چې خبریالي د سولې په جوړولو او پیاوړتیا کې مهم رول لري او باوري او تایید شوو معلوماتو ته لاسرسی د سولهییزو، عادلانه او دوامداره ټولنو جوړېدو لپاره یوه اساسي اړتیا ده.
په اعلامیه کې راغلي: «د معلوماتو تحریف ټولنیز یووالی کمزوری کوي او عمومي باور له منځه وړي؛ خو ازاد او پر حقیقت ولاړ معلومات د حسابورکونې د پیاوړتیا، د رغنده خبرو اترو د زمینې برابرولو او د بشري حقونو د خوندیتوب لامل کېږي.»
په همدې حال کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران هم د دې ورځې په مناسبت ویلي چې اسلامي امارت د رسنیو پر بنسټیز رول باور لري او له رسنیو یې غوښتي چې خپلې چارې د دیني او فرهنګي ارزښتونو، د نشراتي پالیسۍ او ملي ګټو په چوکاټ کې تنظیم کړي.
هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی او د ۱۴۰۴ کال په ترڅ کې له ۱۴۰ څخه زیاتو رسنیو او رسنیزو بنسټونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.
د هغه په خبره، دغه وزارت معلوماتو ته د لاسرسي د ښهوالي لپاره هم ژمن دی او د راتلونکي کال لپاره یې په دې برخه کې پلانونه تر لاس لاندې دي.