منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۴ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ملاتړ

۷۹ راپورونه

راپورونه

د اطلاعات او فرهنګ وزارت: د رسنیو د ملاتړ د درېیو بنسټونو جوازونه تمدید او پاتې نور لغوه شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د رسنیو او خبریالانو له ملاتړو بنسټونو یې د درېیو جوازونه تمدید او د پاتې نورو یې «د خبریالانو له پرله‌پسې شکایتونو او غیرمسلکتوب» له امله لغوه کړي دي.…

هرات کې د غزې د خلکو په ملاتړ غونډه وشوه

نن په هرات کې د غزې د خلکو په ملاتړ، د فلسطین د مقاومت د پیغام روښانه کولو او د اسلامي امت د یووالي د پیاوړتیا په موخه لویه غونډه ترسره شوه. د دغه پروګرام…

مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړۍوال سازمان له استازي سره د افغان کډوالو پر ملاتړ خبرې کړې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د کډوالو نړۍوال سازمان له پلاوي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د جبري راایستنې مخنیوي او هغوی ته د دایمي سرپناوو په جوړېدو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

افغانستان کې بشري اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه د انګليستان په مالي ملاتړ نوې پروژې پلې کېږي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې او افغان‌اېډ سازمانونو اعلان کړی چې د انګلیستان په مالي ملاتړ، افغانستان کې د شاوخوا ۳۲ میلیون پونډه په ارزښت د خوړو خوندیتوب، کلیوالي معیشت ښه کولو، اقلیمي مقاومت او بشري اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه نوې پروژې پلي کېږي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې له افغانستانه د دوامدار ملاتړ لپاره یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي اسامبلې د افغانستان په تړاو د یوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو بشري حقونو ته پر درناوي، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د نړۍوالو قوانینو پر رعایتولو ټینګار کړی؛ په داسې حال کې چې ځینو هېوادونو د دغه پرېکړه‌لیک متن  یو اړخیز بللی او له اسلامي امارت سره یې د عملي تعامل غوښتنه کړې ده.

راشد: نړۍواله ټولنه دې د افغان ځوانانو ملاتړ ته دوام ورکړي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال سره په لیدنه کې له نړۍواله ټولنې غوښتي څو د افغان ځوانانو د تعليم، تحصيل، کاري او مسلکي ظرفيت لوړولو برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د راستنېدونکو د ملاتړ په موخه د همکارۍ پنځه‌ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د سوداګرۍ او صنعت وزارت هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي ادغام بهیر کې د اسانتیا راوستو په موخه له بېلابېلو موسسو سره د همکارۍ پنځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي چې څه باندې ۲۰ زره کسان به ترې برخمن شي.

د غور د کرنې ریاست: له بڼوالو ملاتړ کوو

د پسرلي موسم په رارسېدو سره هغه نیالګي پلورونکي چې زرګونه زینتي، میوه‌لرونکي او بې‌میوې نیالګي یې د غور ولایت مرکز فېروزکوه ښار ته راوړي، د خپل پلور له غوړېدو خبرې کوي.

د خبریال ملي ورځ؛ اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: له خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبریال ملي ورځې په مناسبت ویلي چې په هېواد کې رسنیز وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی او اسلامي امارت له رسنیو ملاتړ کوي، خو خبریالان باید ژورنالیستیکي اصولو ته درناوی وکړي او د افغانستان اصلي فرهنګ په پام کې ونیسي.

غړي

اروپایي ټولنه افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنې له یوه نوي مرکزه ملاتړ کوي

اروپایي ټولنې د روغتیایي علومو برخه کې د ښځو پر زده‌کړو د ټينګار ترڅنګ ویلي چې د روغتیا نړۍوال له سازمان سره په ګډه په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې له یوه نوي مرکزه ملاتړ کوي.

نور راپورونه