کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) سرمنشي مارک روټه وایي، د پولنډ پولې ته نږدې د روسیې برید به له اوکراین څخه د دغه سازمان ملاتړ کم نه کړي.
ګارډین راپور ورکړی چې روټه د دوشنبې په ورځ د پولنډ پولې ته نږدې پر یوه مسافر وړونکي اورګاډي برید د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د «نهیلۍ» نښه بللې ده.
هغه ویلي، پوتین فکر کوي چې کولای شي لوېدیځ هېوادونه د اوکراین له ملاتړ څخه راوګرځوي او د هغوی یووالی کمزوری کړي، خو د ده په خبره، د ناټو ځواب به له اوکراین څخه د ملاتړ زیاتول وي.
د راپور له مخې، یوې روسۍ بېپیلوټه الوتکې د یکشنبې په ورځ د اوکراین او پولنډ پولې ته نږدې یو مسافر وړونکی اورګاډی په نښه کړی دی. دغه برید لږ وروسته له هغه شوی چې د لوېدیځ یو شمېر اوسني او پخواني لوړپوړي چارواکي له سیمې تېر شوي وو.
د اوکراین د اورګاډي ادارې ویلي، هغه اورګاډی چې د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر بوریس جانسن، د سویډن پخوانی لومړی وزیر کارل بیلټ او د اروپایي هېوادونو یو شمېر امنیتي سلاکاران یې لېږدول، له ټاکلي وخت مخکې د «یاهودین» له تمځای څخه وتلي و.
د یادې ادارې په خبره، احتمال شته چې د برید اصلي موخه همدا اورګاډی و.
ګارډین زیاته کړې چې د برید پر مهال یو بل اورګاډی چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) پخوانی مشر ډیویډ پټریاس پکې سپور و، د یاهودین په تمځای کې ولاړ و.
په دغه برید کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
بلخوا، الجزیرې د روسیې د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد ځواکونو په شپنیو بریدونو کې د اوکراین لوژستیکي او د انرژۍ تاسیسات او دغهراز د دغه هېواد په لوېدیځ کې هغه بنسټیز تاسیسات په نښه کړي چې له اروپا څخه د پوځي اکمالاتو د لېږد لپاره کارېدل.
د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ توسک هم خبرداری ورکړی چې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې په اوکراین کې د روسیې د بریدونو زیاتوالی ښایي پولنډ هم اغېزمن کړي.
هغه ویلي، پولنډ نه شي کولای خپلې خاورې ته د دغو کړکېچونو د غځېدو احتمال له پامه وغورځوي.