Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خبریال ملي ورځ؛ اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: له خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوو

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبریال ملي ورځې په مناسبت ویلي چې په هېواد کې رسنیز وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی او اسلامي امارت له رسنیو ملاتړ کوي، خو خبریالان باید ژورنالیستیکي اصولو ته درناوی وکړي او د افغانستان اصیل فرهنګ په پام کې ونیسي.

نن د کب میاشتې ۲۷مه افغانستان کې د خبریال له ملي ورځې سره برابره ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران د خبریال ملي ورځې په مناسبت په یو انځوریز کلیپ کې ویلي: «له هغه ځایه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبریالانو او رسنیو یو حمایوي ادرس دی، ډاډ ورکوي چې په هېواد کې د خبریالانو څخه چې په هر ډګر کې چې دوی ستونزو سره مخ کېږي او یا هم اړتیا لري، د هغوی ملاتړ وکړي، که هغه اطلاعاتو ته د لاسرسي موضوع ده، که هغه د مالي ملاتړ د صندوق په جوړولو سره د هغوی اقتصادي ستونزو ته رسېده‌ګي ده چې په میکانیزم یې کار روان دی.»

دی وايي، که چېرې خبریالان کوم شکایت لري د رسنیزو سرغړونو د کمېسیون له لوري د هغوی شکایت ته رسېدنه کېږي.

د هغه په خبره، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تولو برخو کې د خبریالانو ترڅنګ ولاړ دی.

غفران زیاتوي: «روان رسنیزي وضعیت مخ په ښه کېدو دی او په دې وروستیو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همغږي سره چې کومې رسنۍ ایجاد شوې دي دا ټول د دې نماینده‌ګې کوي چې د اسلامي امارت په نماینده‌ګي باندې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت له لوري د رسنیو حمایه او ملاتړ شتون لري.»

د یاد وزارت ویاند له ټولو رسنوالو او خبریالانو غوښتي چې هغوی خپل مقدس رسالت ته په کتو خپله دنده په ښه توګه ادا کړي، ولس د نظام له لاسته‌راوړنو پر وخت خبر کړي، د نظام اولیا منافع په نظر کې ونیسي، ژونالیستیکي اصولو ته درناوی وکړي او د افغانستان اصیل فرهنګ په نظر کې ونیسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.