منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۵ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

غزني کې خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي او اقتصادي برخو کې د ملاتړ غوښتنه کوي

· ۳ دقیقې لوستل

غزني‌ښار (پژواک) – غزني کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او سیمه‌ییزو رسنیو د مسوولینو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې د خبریالانو او رسنیو پر اقتصادي ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر محدودیتونو او د مسلکي روزنیزو پروګرامونو پر کمښت او د دغو ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وشوې.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول جمیل وقار پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ناستې موخه له حکومتي چارواکو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره لیدنه او د هغوی د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل وو، څو په ګډه ورته د حل لارې ولټول شي.

هغه زیاته کړه، د غزني د خبریالانو یوه له مهمو ستونزو د سیمه‌ییزو رسنیو او خبریالانو خراب اقتصادي وضعیت دی چې د ده په وینا، حکومت او د رسنیو ملاتړي بنسټونه یې باید د حل لپاره ګډې هڅې وکړي.

د نوموړي په خبره، اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه هم له ستونزو سره مخ ده؛ که څه هم د پخوا په پرتله په دې برخه کې یو څه ښه‌والی راغلی، خو لا هم خبریالانو ته د اطلاعاتو ترلاسه کولو برخه کې د اسانتیاوو برابرولو اړتیا شته.

وقار وویل، په دې ناسته کې یې له مسوولینو وغوښتل چې خبریالانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي د سیمه‌ییزو خبریالانو د مسلکي ظرفیت لوړونې د پروګرامونو زیاتول هم یوه مهمه اړتیا وبلله او ویې ویل، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه هڅه کوي چې د حکومت او نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ د خبریالانو او رسنیو د یادو ستونزو د حل لپاره ګډ کار وکړي.

بلخوا، د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار وویل، دوی هڅه کوي چې د خبریالانو او رسنیو ستونزې له اړوندو سیمه‌ییزو ادارو سره شریکې کړي او د حل لپاره یې لازم اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړه، تر اوسه د خبریالانو او رسنیو د ځینو ستونزو د حل لپاره هڅې شوې او په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ورته مهال، یو شمېر سیمه‌ییزو خبریالانو د دې ډول ناستو جوړېدل مهم وبلل او ویې ویل، دا ډول غونډې د خبریالانو او رسنیو د ستونزو په روښانه کولو او د حل لپاره یې د مسوولینو د پام رااړولو برخه کې اغېزناکې تمامېدای شي.

د یوې سیمه‌ییزې رسنۍ مسوول هارون صوفي‌زاده پژواک ته وویل، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه باید د غزني خبریالانو ته د مسلکي ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرامونه برابر کړي او د سیمه‌ییزو رسنیو د اقتصادي ملاتړ لپاره هم عملي ګامونه واخلي.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې د غزني د سیمه‌ییزو رسنیو اقتصادي وضعیت خراب شوی او د دوامدار فعالیت لپاره مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

نوموړي له نړۍوالو او کورنیو بنسټونو وغوښتل چې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

بل سیمه‌ییز خبریال حیات‌الله تکل هم د خبریالانو او رسنیو اقتصادي ستونزې، اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیتونه او د مسلکي روزنې کمښت هغه مهمې ننګونې وبللې چې د ده په باور، د رسنیو د ملاتړ بنسټونه باید ورته جدي پاملرنه وکړي.

د ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د حل لپاره د اړوندو ادارو، د رسنیو د ملاتړ بنسټونو او خبریالانو ترمنځ دوامداره همغږي او عملي همکاري اړینه ده.