منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 6:54 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
ټولنه

کندهار کې ۱۲ چیني ګرځندویان د اسلام په مبارک دین مشرف شوي

· 1 دقیقه لوستل · 30 کتنې · تازه شوی

کندهار (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): په کندهار کې اووه نارینه او پنځه ښځینه چیني ګرځندویان د اسلام پر مبارک دین مشرف شوي دي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر مولوي شفیع‌الله عمري پژواک ته وویل، چې په يادو کسانو کې اووه نارینه او پنځه ښځې شاملې دي.

هغه زیاته کړه، د دغو کسانو عمرونه د ۳۷ او ۷۱ کلونو ترمنځ دي او دوی د سیاحت په موخه کندهار ته راغلي وو.

د ده په وینا، له یادو کسانو سره یو چینايي مسلمان هم ملګری وو چې په دې توګه د ټولې ډلې شمېر ۱۳ تنو ته رسېده.

عمري زیاته کړه، چې د یادو ۱۲ چینايي وګړو لپاره اسلامي نومونه هم ټاکل شوي دي.

د کندهار د خرقې مطهرې ریاست مسوولینو هم ویلي چې یادو چینايي وګړو د خرقې شریفې د مسوولینو په هڅو اسلام قبول کړی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې هم د خرقې مطهرې د مسوولینو په هڅو یو شمېر بهرنیو وګړو اسلام قبول کړی دی.