ژبه

کابل کې د امام برهان‌الدین مرغیناني رحمة‌الله د علمي میراث په اړه نړۍوال کنفرانس جوړ شو

هجرت‌الله کاکړ

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۵:۰۳

Views: ۱

کابل (پژواک ۱۲ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د علومو اکاډمي له لوري په کابل کې په معاصرو اسلامي علومو کې د امام برهان‌الدین مرغیناني رحمةالله د علمي میراث او مقام په اړه نړۍوال علمي کنفرانس جوړ شو.

په دغه کنفرانس کې د اوزبېکستان هېواد د مسلمانونو ادارې د لومړي مرستیال په مشرۍ ۱۴ کسیز علمي پلاوي هم ګډون وکړ.

په یاد کنفرانس کې د افغانستان د علومو اکاډمي د ژباړې او تدقیق مرکز ريیس شیخ عزیزالله مظهري وویل چې د حنفي فقهې د نامتو عالم او فقیه، امام برهان‌الدین المرغیناني رحمة‌الله یو پیاوړی او علمي شخصیت تېر شوی دی.

هغه زیاته کړه، د مرغیناني رحمة‌الله اثار، په ځانګړې توګه د «الهداية» کتاب، د یوې ځانګړې زمانې او جغرافیې له پولو بهر د ټول اسلامي امت پر علمي او فکري ژوند ژور او دوامدار اغېز ښندلی دی.

نوموړی وایي، دغه شاهکار اثر د پېړیو په اوږدو کې د اسلامي نړۍ په معتبرو مدرسو او څېړنیزو مرکزونو کې د تدریس او علمي استفادې لپاره خپل ځانګړی او لوړ مقام په پوره اقتدار سره ساتلی دی.

په یاده غونډه کې قاري عبدالستار سعید د رییس‌الوزراء د ستراتیژیکو اړیکو مسوول د ملا محمدحسن اخند پیغام وړاندې کړ.

په دغه پیغام کې راغلي چې د اسلامي تمدن په علمي تاریخ کې ماوراءالنهر او بلخ د قران، حدیثو، عقیدې او فقهې د سترو علماوو د روزنې داسې مهم مرکزونه وو چې د تاریخ په اوږدو کې یې ترمنځ علمي سفرونه او د استاد او شاګردۍ د احترام ژورې رابطې دود وې.

هغه وویل چې د امام برهان‌الدین مرغیناني (رح) د بلخي استادانو شتون د دغه علمي وصلت څرګند دلیل دی. اوسمهال هم دواړه هېوادونه مشترکه عقیده، مذهب، تصوفي طریقې او تاریخي او اقتصادي پيوندونه لري.

په یاد پیغام کې ویل شوي: «موږ هیله لرو چې دغه مشترکات د دوه اړخیز احترام او باور په فضا کې د تېر په څېر بیا پیاوړي شي.»

هغه زیاته کړې، په اسلامي علومو کې د امام مرغیناني –رحمة‌ﷲ- علمي میراث یوازې یوه تاریخي موضوع نه ده، بلکې د فقهي استعدادونو د ودې او پرمختګ لپاره ځانګړی علمي اهمیت لري.

هغه وویل چې د نوموړي علمي میراث د فقهي استدلال، د اقوالو د بیان، د دلایلو وړاندې کولو، د فقهي اصولو د تطبیق او د مسایلو د علمي تحلیل، د اقوالو ترمنځ د ترجیح یوه مهمه نمونه ده.

همدارنګه په یاد کنفرانس کې شیخ امیرجان ثاقب د افغانستان د علومو اکاډمي د رییس شیخ مولوي فرید الدین محمود پیغام وړاندې کړ، په دغه پیغام کې راغلي چې د اسلامي نړۍ د علمي میراث په دغه ځلانده کاروان کې د «امام برهان‌الدین علي بن أبي بکر المرغیناني رحمة‌اللّٰه تعالى» نوم او مرتبه ځانګړی مقام لري.

هغه ویلي، نوموړی د حنفي فقهې د ماوراء‌النهر له سترو فقهاوو او امامانو دی چې علمي اثار، په ځانګړې توګه “هدایه” کتاب يې د پېړیو په اوږدو کې د علماوو، استاذانو او د علم د زده‌کوونکو د پام وړ ګرځېدلی او د افغانستان په شمول په ټولو حنفي مذهب مېشتو سیمو کې د نصاب برخه دی او ترې استفاده کطږي.

د علومو اکاډمي رییس ویلي چې له همدې امله د امام مرغیناني رحمة‌اللّٰه د علمي مقام او فقهي میراث څېړنه یوازې د یوه عالم د ژوند او اثارو مطالعه نه ده؛ بلکې د اسلامي فقهي تاریخ د یوې مهمې علمي دورې، د حنفي فقهي مکتب د ودې او د ماوراءالنهر د علمي تمدن د برخې څېړنه ده او د دغه میراث ساتنه، څېړنه او معرفي کول د دواړو هېوادونو د علمي ادارو، اکاډمیو، پوهنتونونو او څېړونکو ګډ مسوولیت دی.

په دغه کنفرانس کې د اوزبکستان هېواد د مسلمانونو ادارې لومړی مرستیال او د راغلي علمي پلاوي مشر حامد جان ایشمت بیکوف وویل چې دغه لوی عالم په مرغینان کې زېږدلی او له څه باندې ۴۰ مخکښتو استادانو څخه یې زده کړې کړې وې او په خپل پیاوړي ذهن سره یې د اسلامي حقوقو په تاریخ کې نوې څپرکۍ پرانیست.

هغه زیاته کړه چې هغه خپل ټول ژوند د شریعت د احکامو روښانولو ته وقف کړی و.

نوموړی وایي: «نن موږ د حضرت برهان‌الدین مرغیناني د معنیوي میراث لماځلو لپاره راټول شوي یو.»

هغه وویل: «افغانستان زموږ لپاره نه یوازې ګاونډی، بلکې د ګډ دین، تاریخ او فرهنګ له امله یو نږدې ورور او د باور وړ دوست هېواد دی.»

هغه زیاته کړه چې په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو اړیکې، په ځانګړې توګه په دیني، علمي او سوداګریزو برخو کې نوي او د پام وړ پړاو ته ننوتلط دي.

په دغه کنفرانس کې د اوزبېکستان سفارت استازي بهادر وویل، دوی ویني چې افغانستان ته د اوزبېکستان د پلاوي هر سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا لامل ګرځي.

هغه زیاته کړه: «د اوزبېکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف تر مشرۍ لاندې، له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او عملي همکاریو پراختیا، زموږ د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه ده.»

امام برهان‌الدین مرغیناني رحمه‌الله  په ۵۱۱ هجري قمري کال کې زېږېږدلی و او په ۵۹۳ هجري قمري کې وفات شوی دی.