منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۴ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

فراهي: رسنۍ باید د ټولنو واقعیتونه په متوازنه توګه انعکاس کړي

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال وایي، رسنۍ باید د ټولنو واقعیتونه په متوازنه توګه خپاره کړي، د خلکو په ذهنونو کې غیرواقعي هیلې رامنځته نه کړي، ځینې بهرنۍ رسنۍ په ظاهره د ښکلو پیغامونو تر شا داسې محتوا خپروي چې د ټولنې پر یووالي منفي اغېز کوي او د افغانانو ترمنځ تعصبونو ته لمن وهي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین  مهاجر فراهي یادې څرګندونې په نیمروز ولایت کې د ژورنالېستانو فکري، عقیدوي او د مسلکي ظرفیت لوړونې یو ورځني سیمینار ته کړې دي.

هغه زیاته کړې: «هغه ځوانان چې په ټولنیزو رسنیو کې فعاله دي، په رښتیني توګه باید زیار وباسي او کار وکړي؛ لکه څنګه چې په نظامي جګړه کې د سنګر ساتنه فرض ده، همداسې د رسنیز ډګر ساتنه هم فرض ده، په دې برخه کې باید ټول په پوره اخلاص کار وکړو.»

هغه ویلي، رسنۍ باید د ټولنو واقعیتونه په متوازنه توګه انعکاس کړي او د خلکو په ذهنونو کې غیرواقعي هیلې رامنځته نه کړي؛ ځینې بهرنۍ رسنۍ په ظاهره د ښکلو پیغامونو تر شا داسې محتوا خپروي چې د ټولنې پر یووالي منفي اغېز کوي او د افغانانو ترمنځ تعصبونو ته لمن وهي.

دغه‌راز، پر ټولیزو رسنیو د څار رییس مولوي صفي‌الله رائد هم ویلي: «د اسلام او هېواد دښمنانو په نظامي جګړه کې ماته خوړلې، اوس یې فکري جګړې ته مخه کړې ده، دا چې د فکري جګړې مهم وسایل ټولنیزې رسنۍ دي، ژورنالېستان او ځوانان مو باید له دغو رسنیو په اغېزناکه توګه استفاده وکړي.»

هغه دغه‌راز د اسلامي، ملي او ټولنیزو ارزښتونو پر رعایت او د خبرونو تر خپرولو مخکې د خبر خپرولو د پایلو پر ارزونې ټینګار وکړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لیکلي، نورو ویناوالو هم د رسنیو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، اطلاعاتو ته پر وخت او په اسانۍ لاسرسی د حقایقو او کره معلوماتو خپرېدو او د ناسمو تبلیغاتو د مخنیوي برخه کې مهم رول لري.

سرچینه زیاتوي، ویناوالو د ژورنالېستانو او د رسنیو د مسوولینو علمي ظرفیت لوړونې په موخه د دې ډول سیمینارونو جوړېدو له امله خوښي څرګنده کړه او په راتلونکي کې یې هم د ورته غونډه ترسره کېدو غوښتنه وکړه.