ژبه

افغانستان او قطر د ګرځندوی برخه کې د همکاریو پر پراختیا غږېدلي

احمد صهيب حسرت

۲ تله ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۲

Views: ۱

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د دغه وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین په کابل کې د قطر له سفیر سره په لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د ګرځندوی برخه کې د همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال په کابل کې د قطر دولت له سفیر ډاکټر علي مردف القاشوطي سره ولید او په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستانه او ورورولۍ اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وشو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د لیدنې په مهمو موضوعاتو کې له قطر څخه افغانستان ته د سیلانیانو د جذب، د افغانستان د طبیعي، تاریخي او سیاحتي جاذبو د معرفي کولو، په افغانستان کې د قطري پانګه‌والو د پانګونې زمینې‌ برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندویي همکاریو لپاره د رسمي چوکاټ رامنځته کولو موضوعات شامل وو.

یاد وزارت لیکلي، د ګرځندوی، مالي او اداري معین د افغانستان د ګرځندویي ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې افغانستان د طبیعي ښکلاوو، تاریخي آبداتو، لرغونو سیمو او بېلابېلو سیاحتي جاذبو له پلوه د پام وړ ظرفیتونه لري او د قطري سیلانیانو او پانګه‌والو لپاره د همکاریو مناسب فرصتونه موجود دي.

خبرپاڼه کې راغلي، ورته مهال، د قطر دولت سفیر ډاکټر علي مردف القاشوطي د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پر اهمیت خبرې وکړې او فرهنګ یې د تمدنونو یو اساسي عنصر وباله. نوموړي زیاته کړه چې تمدنونه په اسانۍ له منځه نه ځي او انسانان د تمدنونو په رامنځته کولو، پاللو او وده کې مهم رول لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې، د قطر سفیر همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او د افغانستان او قطر ترمنځ یې د اړیکو د لا پراختیا او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې د دوامدار تعامل پر اړتیا خبرې وکړې.