کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۵): په کابل کې د «برم» په نوم د څېړنو او نوښت خصوصي مرکز پرانیستل شو؛ مسوولین وایي، دغه مرکز به د هېواد د بېلابېلو ستونزو په اړه علمي څېړنې کوي او د څېړنیزو موندنو پر بنسټ به د حللارو او عامه پالیسیو په جوړولو کې ونډه اخلي.
په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې د برم د څېړنو او نوښت مرکز اجرائیوي رییس محمدبشیر ظفري وویل، دغه مرکز یو خپلواک، غیرانتفاعي علمي او څېړنيز مرکز دی چې د اسلامي شریعت، نافذه قوانینو او اړوندې اساسنامې د احکامو په رڼا کې به فعالیت کوي.
هغه وویل چې اوسنۍ نړۍ له چټکو بدلونونو او پېچلو ننګونو سره مخ ده، اغېزناکې پرېکړې کره معلوماتو، علمي شواهدو او نوښتګرو نظریاتو ته اړتیا لري، برم د همدې اړتیا پوره کولو لپاره رامنځته شوی، څو د افغانستان واقعي ستونزې او فرصتونه په علمي ډول وپېژني، شواهد او کره معلومات تحلیل کړي، د علم او عمل ترمنځ واټن راکم کړي او د څېړنيزو موندنو پر بنسټ عملي باوري او د تطبیق وړ حل لارې وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه چې د دغه مرکز اساسي فعالیتونه د علمي، تطبیقي او ستراتیژیکو څېړنو او مطالعاتو ترسره کول، د عامه پالیسیو او پرمختيايي طرحو چمتو کول، د علمي کنفرانسونو جوړول او د علمي مقالو، کتابونو،مجلو، راپورونو او نورو علمي اثارو چمتو کول او خپرول، د علمي او مسلکي مشورتي خدمتونو وړاندې کول، د علمي نوښتونو ملاتړ او پراختیا، د څېړنو او پالیسۍ جوړولو برخو کې د علمي او مسلکي ظرفیتونو لوړول او له کورنیو او نړۍوالو علمي او څېړنيزو بنسټونو او ادارو سره د علمي همکاریو، ګډو پروژو او تفاهم ليکونو رامنځته کول دي.
نوموړی وایي، د اسلام د سپېڅلي شریعت او د اسلامي امارت د نافذه قوانینو پابندي او رعایت، عامه مصالحو ته ژمنتیا، اعتدال، علمي امانتداري او بېپرېتوب، تخصص، دقت او کیفیت، رونټیا او حسابورکونه، ګډ کار او علمي همکاري، نوښت او اغېزمنتيا د دغه مرکز ارزښتونه دي.
دغهراز، په دې غونډه کې د افغانستان د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم وویل، د خوشحالۍ ځای دی چې د یوه خصوصي نهاد له لوري د څېړنو او تحقیق مرکز رامنځته کېږي او دا د افغانستان په علمي پرمختګ کې یو ښه ګام دی.
هغه زیاته کړه د هېوادونو د پرمختګ او هوساینې لپاره د کامیابې لار علم دی؛ کومه ټولنه چې له علم څخه برخمنه وي، په علم کې یې کوښښ کړې وي، هغه ټولنه له نا کميو خلاصه وي، پر ځان بسیا او د خلکو له احتیاجه خلاصه وي.
نوموړی وایي، ټوله نړۍ په دې سره اتفاق ده چې د انسان د کامیابې او پرمختګ لار په علم پورې تړلې ده.
ندیم وویل، انسان تحقیق ته اړتیا لري او کولای شي چې د ژوند د هوساینې، عامه خدمتونو او د الله تعالی مخلوق ته د خیر رسولو او ستونزو د حل په موخه څېړنې ترسره کړي.
هغه وایي، د لوړو زدهکړو وزارت د برم څېړنیز مرکز ملاتړ کوي او یاد مرکز کولای شي چې د دوی د استادانو له وړتیاوو ګټه پورته کړي.
نوموړی وایي، ټولنه څېړنیزو مرکزونو ته ډېره اړتیا لري او په دې برخه کې ترسره شوی اقدام د ستاینې وړ دی.
په یاده غونډه کې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال دوکتور عبدالطیف نظري وویل چې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې اوسمهال د څېړنو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده چې څېړونکي او څېړنیز مرکزونه باید دا فرصت له لاسه ورنه کړي او اعظمي ګټه ترې واخلي.
هغه زیاته کړه چې څېړنیز مرکزونه دې کاربردي تحقیقاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
نظري وویل، افغانستان په دې وروستيو کې د اقلیم له تغییر او وچکالۍ سره مخ دی، چې دې برخې ته حللارې د برم او دې ته ورته د نورو څېړنیزو مراکزو اساسي دنده ده.