Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ؛ یوناما د افغانستان له رسنیو د ملاتړ غوښتنه کوي

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۴): ملګري ملتونه وایي، خبریالان باید وکولای شي په ټوله نړۍ کې «له وېرې او تبعیض» پرته راپورونه وړاندې کړي او ا.ا ویلي، له ټولو هغو رسنیو ملاتړ کوي چې د شریعت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران په یوه غږیز کلپ کې ویلي، اسلامي امارت د رسنیو ارزښت ته په کتلو سره له ټولو هغو رسنیو ملاتړ کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

ده ویلي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تېرو څو کلونو کې له رسنیو سره پراخې همکارۍ درلودلې او دا یې ښه بېلګه ده چې یوازې په تېر کال کې یې ۱۵ نویو رسنیو ته د فعالیت جواز ورکړی.

هغه دغه راز ویلي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ټولو رسنیو څخه چې مسوولانه خپرونې کوي، ملاتړ کوي او ټولې رسنۍ مسوولانه فعالیت ته رابولي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په دې مناسبت ویلي، د خلکو ازادي د مطبوعاتو له ازادۍ سره تړلې ده او خبریالان باید وکولای شي په ټوله نړۍ کې «له وېرې او تبعیض» پرته راپورونه وړاندې کړي.

هغه دغه راز ویلي، ژورنالیزم د وخت په تېرېدو ګواښمن کېږي او خبریالان د بریدونو، نیول کېدو، سانسور، تاوتریخوالي او حتی د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

افغاانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ غوښتنه کوي او له رسنیو سره خپل پیوستون څرګندوي.

په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي، د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو ارزښتناکه رول په ګوته کوي، رسنۍ او خبریالان د یوې باخبره او فعالې ټولنې بنسټ جوړوي او رول یې باید خوندي وساتل شي.

هغې ویلي: «یو هر اړخیز او سالم رسنیز سکټور له روڼتیا څخه د ډاډ تر لاسه کولو، د ولس باور، او ښې حکومتولۍ لپاره اړین دی، خو په افغانستان کې موږ د ازادو او خپلواکو رسنیو د دوامداره زوال شاهدان یو.»

د دې په خبره، د افغانستان رسنۍ د هېواد د اقتصادي ناورین له امله د عوایدو له شدید کمښت سره مخامخ شوي چې دغه وضعیت بیا «ګڼ شمېر رسنۍ» تړل کېدو ته اړ کړې دي.

هغه وایي، افغانستان کې پر رسنیو د «محدودیتونو لګول» د دې لامل شوي چې خبریالان له «له ګواښونو، نیولو او بندي کېدو» سره مخامخ شي.

اسلامي امارت تر اوسه د یوناما د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، کلتوري او فرهنګي برخې یا یونیسکو استازې، پاتریشیا مک‌فیلیپس بیا ویلي، مصنوعي ځیرکتیا د پراخو ګواښونو سره مل ده، کېداې شي د ناسمو معلوماتو د تولید، غلطو معلوماتو خپریدو، د کرکجنو ویناوو پیاوړي کولو، د خلکو او خبریالانو د سانسور او څارنې د نوو ډولونو کارولو برخه کې ترې غلطه ګټه واخیستل شي چې دا به د بیان ازادۍ لپاره ناوړه پایلې ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.