Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

راشد: نړۍواله ټولنه دې د افغان ځوانانو ملاتړ ته دوام ورکړي

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ‍۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال سره په لیدنه کې له نړۍواله ټولنې غوښتي څو د افغان ځوانانو د تعليم، تحصيل، کاري او مسلکي ظرفيت لوړولو برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمديونس راشد یادې څرګندونې نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال «اندريو پاول سبرټون» سره په لیدنه کې کړې دي.

راشد زیاته کړې چې نړۍواله ټولنه دې د افغان ځوانانو د تعليم، تحصيل، کاري او مسلکي ظرفيت لوړونې او روغتيايي مرستو برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي څو افغان ځوانان د غيرقانوني کډوالۍ، بېکارۍ او ګڼو نورو ستونزو برخو کې بريالۍ مبارزه وکړي او د خپل هېواد د ابادۍ او ولس د ښېرازۍ لپاره خپل مسووليت ادا کړي.

د سرچینې په حواله، د ملګرو ملتونو دغه چارواکي په یاده لیدنه کې ویلي چې دا يې افغانستان ته لومړنی سفر دی او غواړي له اړوندو دولتي بنسټونو سره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق پروژو په اړه خبرې وکړي.

هغه د ځوانانو چارو مرستیال ته ډاډ ورکړی چې ملګري ملتونه په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي او هڅه به وکړي چې نړۍوالې ټولنې ته د افغانستان مثبت انځور وړاندې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.