منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۶ غ.م
۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

نړۍواله ټولنه

۱۴ راپورونه

راپورونه

راشد: نړۍواله ټولنه دې د افغان ځوانانو ملاتړ ته دوام ورکړي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال سره په لیدنه کې له نړۍواله ټولنې غوښتي څو د افغان ځوانانو د تعليم، تحصيل، کاري او مسلکي ظرفيت لوړولو برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

غړي

خالص: نړۍواله ټولنه دې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي

د چاپېريال‌ساتنې ملي ادارې عمومي مشر وايي، افغانستان د نورو پرمختللو او صنعتي هېوادونو د چاپېريالي ککړتیا ښکار شوی، له همدې امله نړۍواله ټولنه باید د اقلیم بدلون برخه کې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

غړي

حقاني: نړۍواله ټولنه دې له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ لاره غوره کړي

حکومتي چارواکو، د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو درېیمې کالیزې په نمانځغونډه کې د هر ډول تعصب پر له منځه وړلو د ټینګار ترڅنګ، له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ لاره غوره کړي.

غړي

د پوهنې سرپرست وزیر: نړۍواله ټولنه دې د پوهنې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي

د پوهنې سرپرست وزیر د روسیې په کازان ښار کې د پوهنې وزیرانو په دویم نړۍوال فورم کې د ښوونځيو ودانيو جوړولو، د درسي کتابونو چاپولو او د ښوونکو معاشنو برخو کې له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.

غړي

ګوټرېش: نړۍواله ټولنه دې د افغانستان خلک نه هېروي

د اسلامي امارت بیا واکمنېدو دویم کال له پوره کېدو سره هم‌مهاله د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ویلي، افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی او نړۍواله ټولنه باید د دغه هېواد خلک هېر نه کړي.

غړي

ډاکټر عبدالله: نړۍواله ټولنه دې د افغانستان له خلکو سره مرستې او ملاتړ ته دوام ورکړي

د افغانستان د مخکني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، هیله لري چې نړۍواله ټولنه اقتصادي ستونزو او سخت وضعیت ته په کتو د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

غړي

ګریفیټس: نړۍواله ټولنه له اسلامي امارت سره تعامل او دوه اړخیزو اړیکو ساتلو ته لېواله ده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلي چې نړۍواله ټولنه د افغانستان د ستونزو حل په موخه له اسلامي امارت سره تعامل او دوه اړخیزو اړیکو ساتلو ته لېواله ده او اوس د دغه تعامل لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر شوی دی.

غړي

نړۍوالې ټولنې د نجونو لوړو زده‌کړو ځنډولو پرېکړه غندلې، ویلي یې دي، کابل ته به ښې پایلې ونه لري

نړۍوالې ټولنې د افغانستان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړو ځنډولو په اړه د سرپرست حکومت تازه پرېکړه غندلې او امریکا ویلي چې دا به د کابل مشروعیت نور هم تر پوښتنې لاندې راولي.